د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سره ولیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۱۷
د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سره ولیدل

۱۴۴۵ ذوالقعدة الحرام ۱۰– د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې آغلې روزماري دیکارلو سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې ولیدل او د افغانستان د اقتصادي وضعیت، مالي او بانکي سکتور په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د هېواد پر ټولیز اقتصادي وضعیت رڼا واچوله او په مالي او بانکي برخو کې یې د لاسته راوړنو، ننګونو او حل لارو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي بدري وویل چې د نړیوالو هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی دی، دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی او د دې بندیزونو له امله د نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو سره د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.

نوموړي وویل که څه هم د افغانستان بانک په ډېر ستونزمن حالت کې په بانکي سکتور کې د نقدینګۍ ستونزې په ډېر ښه ډول حل کړې، په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شو او ورځ تر بلې یې وضعیت ښه کېدونکی دی، خو د نړیوالو بندیزونو شتون د دې لامل کېږي چې نړیوالې راکړې ورکړې د افغانستان بانک د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو پر خلاف د غیر رسمي چینلونو له لارې تر سره شي.

ښاغلي بدري له نړیوالو بندیزونو څخه  د افغانستان د بانکي سکتور خلاصون د بشر حق یاد کړ او دا یې د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د خپلو خبرو په بله برخه کې د مالي خدمتونو پراختیا د ارزښت وړ یاده کړه او په دې برخه کې یې د نړیوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د مالي او بانکي بنسټونو همکاري مهمه وبلله. د نوموړي په خبره د افغانستان بانک د اسلامي اصولو په رڼا کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او مالي خدمتونو د پراختیا لپاره جامع او قانوني چوکاټ رامنځته کړی دی، تر څو خلک و کولای شي په آسانه شرایطو سره کوچني پورونه تر لاسه کړي او کاروبارونه یې وده وکړي.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو پر دوام وویل چې کوچني مالي تمویلات د ټولنې په اقتصادي ودې، دندو پیدا کولو او زیات شمېر نورو برخو کې مرسته کوي، مونږ هیله لرو چې نړیوال بنسټونه به دې برخې ته پام وکړي او په دې وسیله به د افغانستان په اقتصادي رغښت او د بشر د حقوقو په اداینه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د اسعاري زېرمو د خلاصون په اړه هم مفصلې خبرې وشوې او د اسعاري زیرمو کنګل پاتې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په زیان یاد شول.

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې آغلې روزماري دیکارلو هم په خپل وار سره له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه، نوموړې په اقتصادي وده کې بانکي سکتور د ارزښت وړ یاد کړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه، د اسلامي تمویلاتو په برخه کې د نړیوالو هېوادونو له تجربې ګټه اخیستل او د خصوصي سکتور پیاوړتیا ډېر مهم موارد دي چې ګډ کار ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، مل پلاوي او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو ګډون درلود.

آخرین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۷
Background image

حریق بانکنوت های مندرس در زون جنوب غرب د افغانستان بانک

6 جمادی‌الثانی 1447 – د افغانستان بانک مطابق با طرزالعمل‌ های مربوطه به ارزش 405،892،000 (چهارصد و پنج میلیون و هشتصد نود و دو هزار) افغانی بانکنوت های مندرس که  از زون جنوب ‌غرب جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

معاون اول  د افغانستان بانک با رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی ترکیه دیدار کرد

محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک که در راس  یک هیئتی  به ترکیه سفر کرده، با محترم اسماعیل یورال رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی و اعضای این اتحادیه دیدار نمود.

اتحادیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۳۷
Background image

تدویر نشست پیرامون تسهیل پروسه های اداری

۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ – به هدف اجرای فیصله شماره (۵)، بند (۲) مورخ  ۱۴۴۷/۳/۱ کابینه امارت اسلامی افغانستان و حکم شماره (۱۸۲۵/۶۹۶) مورخ ۱۴۴۷/۳/۲۰ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، جلسه‌ای. . .

بازگشت به خبر