د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست ترمنځ د مالي معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۵:۵۴
د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست ترمنځ د مالي معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ

د ۱۳۹۸ کال د وري ۲۴ مه- د د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست ترمنځ له پیسو وینځلو سره د مبارزې، د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړلو او همدا ډول د پیسو له قاچاقولو او مالي جرایمو څخه د مخنیوي په موخه د همکارۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر د ملي امنیت د ریاست له مشریز پلاوي څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د دې هوکړه لیک موخه د اړوندې ادارو ترمنځ دوه اړخیزه همکاری زیاتوالی دی، څو د ترهګرۍ د تمویل مخه ډب او د پیسو وينځلو د پروسې مخنیوی ترسره شي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د دې هوکړه لیک له مخې به د تروریزم د مالي سرچینو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او مالي جرایمو په اړه د معلوماتو په ادلون بدلون کې آسانتیاوې رامنځته او د مالي جرایمو د پلټنې په اړه به همکاري او همغږي ډیره شي.

دغه راز د ملي امنیت ریاست مرستیال احمد ضیا سراج وویل چې له تروریزم سره په مبارزه کې د معلوماتو ادلون بدلون او شریکولو پروګرام له ډیر ارزښت څخه برخمن دی، او ملي امنیت اداره هم تابیا لري چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په له منځه وړلو کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

په پاې کې د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز له ټولو اړوندو ارګانونو په ځانګړي توګه له کشفي، عدلي او قضایي ادارو څخه وغوښتل چې له پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په له منځه وړلو کې همکاري لا زیاته شي، او د تېر کال په پرتله سږ کال د ملي امنیت ریاست او د مالي معاملاتو او راپورونو د د څیړنې د مرکز ترمنځ د همکارۍ کچه ۳۵ سلنه زیاته شوې چې مثبتې پایلې لري.

 د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په پروګرام کې د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز د مشریز پلاوي سربېره د افغانستان بانک د بېلا بېلو آمریتونو آمرینو، مرستیالانو او د ملي امنیت د ریاست ګڼ شمېر استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۳۰ - ۱۱:۴۹
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د غبرګولی 30ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د چنګاښ میاشتې په 1 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د افغانستان بانک له لوري د رسنیو استازو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

کابل، ۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۸ مه – د افغانستان بانک له لوري د رسنیو استازو ته د دغه بانک د موخو، دندو او کلي سیاستونو په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د افغانستان بانک فوق العاده لاسته راوړنې، د بانک د کارکوونکو د بې دریغه هلو ځلو پایله ده

کابل، ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۷ مه – په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د دې بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه او د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو. . .

بېرته خبرونه ته