د عامل پلاوي تر مشرۍ لاندې د روانو پروژو په اړه غونډه وشوه
کابل - د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۸ مه، په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو او نویو شروع کېدونکو پروژو په اړه بحث وشو.
په دغه غونډه کې د مالي استحکام پروژو د آمریت له لوري په دې بانک کې د روانو او نویو شروع کېدونکو پروژو په اړه پریزنټیشن وړاندې شو چې د افغانستان بانک عامل پلاوي ته یې د روانو چارو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق له اړوندو آمریتونو وغوښتل چې روانې پروژې په خپل وخت بشپړې او بریالیتوب ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو آمرینو هم د روانو چارو په اړه خپل معلومات د افغانستان بانک د عامل پلاوي سره شریک کړل.
پاتې د نه وي چې په دغه غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او د اړوندو آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو.