د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ته ژمن دی

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۱۱:۵۳
1

کابل،  ۱۳۹۸ کال د غويي ۳۱– د مالي خدماتو د پراختیا د پالیسۍ په اړه شپږ میاشتۍ روزنیز تخصصي پروګرام چې د AFI نړیوال سازمان په نږدې همکارۍ سره د فرانکفورټ د مالي چارو او مدیریت د پوهنتون لخوا د مالي خدماتو د پراختیا د عمومی آمریت د کارکوونکو لپاره جوړ شوی ؤ، په بریالي توګه پای ته ورسېده.

باید وویل شي چې دا پروګرام په انلاین ډول تدریس شوی او د تصدیق لیک د ترلاسه کولو په موخه د هغه ازموینه په حضوري ډول د افغانستان په مالي او بانکدارۍ انسټیټوټ کې ترسره شوې ده.

د مالي خدماتو د عمومي آمریت کارکوونکو په بریالی توګه د دغې ازموینې په سرته رسولو سره د مالي خدماتو د پراختیا پالیسۍ (Certified Expert in Financial Inclusion Policy) په برخه کې د تخصص تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.

د یادولو وړ ده چې د دې روزنیز پروګرام لګښت د نړیوال بانک لخوا د مالي ټینګښت پروژې په چوکاټ کې ورکړل شوی دی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د غبرګولی 26ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د غبرګولی میاشتې په 27 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۸:۴۲
Background image

د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د کارکوونکو لپاره د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه ورکشاپ جوړ شو

د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د ۱۵ تنه کارکوونکو لپاره د ۱۳۹۸ کال د غبرګولۍ میاشتې له ۲۰ نیټې تر ۲۲ نیټې پورې د مالي سکتور د مشتریانو له. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۹:۵۶
Background image

د افغانستان بانک "له نمایندګۍ پرته د بانکدارۍ" نوی موډل جوړ کړ

کابل، د غبرګولي ۲۲ مه –د افغانستان بانک د مالي او عامه خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د مالي نظارت له عمومي آمریت او د افغانستان د تادیاتو سیسټم سره په ګډه همکارۍ "له نمایندګۍ پرته د. . .

بېرته خبرونه ته