د افغانستان بانک لوی رئیس د پیسو د نړیوال صندوق په پسرلنۍ غونډو کې ګډون وکړ

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۲:۵۶
د افغانستان بانک لوی رئیس د پیسو د نړیوال صندوق په پسرلنۍ غونډو کې ګډون وکړ

۱۳۹۸ د وري میاشت ـ د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او ورسره پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق په پسرلنۍ غونډه او د هغه په څنډه کې په نورو غونډو کې ګډون وکړ.

د پیسو د نړیوال صندوق پسرلنۍ غونډې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په دویمه اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن په ښار کې د مرکزي بانکونو د رئیسانو او د هغه د غړو هېوادونو د مالي او بانکي چارواکو په ګډون جوړې شوې وې. په دې غونډو کې، د نړۍ وروستۍ اقتصادي وضعیت، راتلونکي ننګونې او لید لوري او د پرمختللو، غوړیدا په حال، پرمختګ په حال او د لږ پرمختګ درلودونکو هېوادونو پولي او مالي سیاستونه تر بحث لاندې ونیول شول.

د دې غونډو په څنډه کې د افغانستان بانک پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق له رئیسې میرمن کرستین لګارډ، د منځنی آسیا، مرکزي آسیا او د افغانستان په چارو کې د پیسو د نړیوال صندوق له مرستیال ښاغلي فروساوا او د امریکې د متحده ایالاتو د مرکزي بانک له چارواکو، د څو نړیوالو مهمو بانکونو له رئیسانو او چارواکو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې وکړې او د اړتیا وړ موضوعګانو او د همکاریو د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د زمینو د برابرولو په اړه یې سره نظرونه شریک او تبادله کړل.

د دې غونډو په اوږدو کې د افغانستان بانک لوی رئیس د بیو د عمومي کچې د ثبات او د مالي نظام د ثبات او سلامتیا په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه لازمه توضیحات وړاندې کړل او په ځینو مهمو موضوعاتو باندې یې بحث وکړ.

د دې سفر په بله برخه کې، د افغانستان بانک لوی رئیس په هغه غونډه کې چې د معتبره امریکايي شرکتونو لپاره چې په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا لري او د امریکې په متحده ایالاتو کې مېشت د افغانستان سفارت په کوربه توب جوړه شوې وه، ګډون وکړ او سوداګرو او پانګوالو ته یې د بانکي اسانتیاوو په برخه کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د سوداګرو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې. . .

بېرته خبرونه ته