د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي، د ګمرکاتو د مشرتابه پلاوي او سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه وکړه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۴:۴۵
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي، د ګمرکاتو د مشرتابه پلاوي او سوداګریزو بانکو له استازو سره غونډه وکړه

د ۱۳۹۸ کال د وری ۲۷ مه - د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د ګمرکاتو رئیس ښاغلي رشاد پوپل او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د تادیاتو، سترو او منځنیو مالیاتو او ګمرکي عوایدو په اړه چې په برېښنايي توګه د سوداګریزو بانکونو له لارې ترسره کېږي، خبرې اترې وکړې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي سوداګریزو بانکونو استازو ته د د دولتي عوایدو د تعرفو تادیه کوونکو لپاره د لا آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې اوس سوداګر کولای شي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په هر یوه سوداګریز بانک کې چې حساب ولري خپلې تعرفې او مالیاتي لېږدونې ترسره کړي، خو بانکونه باید هڅه وکړي چې سوداګرو ته د لا آسانتیاوو لپاره لارې چارې برابرې کړي.

په همدې ډول د ګمرکاتو لوی رئیس ښاغلي رشاد پوپل هم وویل چې برېښنایي راکړو او ورکړو سره د ګمرکاتو ترڅنګ سوداګرو ته هم آسانتیاوې رامنځته شوي او له سوداګریزو بانکونو څخه یې د ښې همغږۍ په موخه وغوښتل چې خپلې چارې ګړندۍ او لا ښې کړي، څو د دولتي عوایدو تادیه کوونکي وکولای شي په خوندي او  ارامه فضا کې خپلې مالي لیږدونې ترسره کړي.

اوسمهال د افغانستان بانک په نمایندګیو کې له پنځوس زره افغانۍ زیاتې نغدي معاملې نه ترسره کیږي، د دولتي عوایدو د تعرفو تادیه کوونکي او سوداګر د سوداګریزو بانکونو او د دې بانکونو د ولایتي نمایندګیو له لارې خپلې لیږدونې ترسره کوي.    

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 35 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د غبرګولی 5ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د غبرګولی میاشتې په 6 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 35 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ته ژمن دی

کابل،  ۱۳۹۸ کال د غويي ۳۱– د مالي خدماتو د پراختیا د پالیسۍ په اړه شپږ میاشتۍ روزنیز تخصصي پروګرام چې د AFI نړیوال سازمان په نږدې همکارۍ سره د فرانکفورټ د مالي چارو او مدیریت د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر پیل شو

د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر د هېواد په کچه پیل شو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په هغه غونډه کې. . .

بېرته خبرونه ته