د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۰:۲۳
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایه.

د مډال د ورکولو فرمان د افغانستان بانک ته رالیږل شوی دی چې متن یی لاندې ټکي رانغاړی:

د افغانستان بانک لوې رییس ښاغلي خلیل صدیق  په یاد بانک کې د ماموریت پرمهال اړوندې دندې په پوره رښتینولۍ او اغېزمنتیا تر سره کړي او د بانکي سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې یې هلې څلې کړې چې کړنې یې د تقدیر وړګنل کیږي.

له همدې امله د هغه د غوره او قدر وړ خدمتونو او لاسته راوړنو د تقدیرولو په موخه، د اساسی قانون د (۶۴) مې مادې د (۱۹ مې) فقرې له حکم سره سم، نوموړی ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړه منظوروم.

د لوی خدای(ج) له درباره نوموړي ته د هيواد او هيوادوالو د خدمت په برخه کې دلا ډیرو بریاوو هیله کوم.

محمد اشرف غنی

د افغانستان د اسلامې جمهوریت رییس

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د چنګاښ 27ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د چنګاښ میاشتې په 29 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ ۲۶ مه – په افغانستان بانک کې د بانکونو د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

د خصوصي سکټور د پراختیا د کاري کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ د خصوصي سکټور د پراختیا د مالي کمېټې د کاري ډلې یا (PriSEC) غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه. . .

بېرته خبرونه ته