د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ غونډه جوړه شوه
۱۴۰۰ د لیندۍ ۲ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د اړوندو قوانینو، فرمانونو، کړنلارو او لایحو په اړه د دې بانک په عالي شورا کې غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۰۰/ ۸/ ۱۷ نېټې د ۹ ګڼې فرمان پر بنسټ جوړه شوه. په یاد فرمان کې امارتي وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې ده چې د تېر حکومت قوانین، فرمانونه، کړنلارې او لایحې وګوري او که چېرته په هغو کې شرعي او اداري ستونزې شتون ولري پیدا او بشپړ راپور یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او سرپرستانو ګډون کړی وو چې د اړوندې موضوع په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د حقوقي چارو د آمریت په مشرۍ ګډه کمېټه رامنځته شوه چې له بانکونو د څارنې آمریت، د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د پراختیا آمریت، د بانکي عملیاتو آمریت، د بشري سرچینو آمریت، د مالي استخباراتو آمریت او د مالي چارو امریت یې غړي دي.
دا کمېټه د افغانستان بانک قوانین، فرمانونه، کړنلارې او لایحې له اداري اړخه ګوري او شته ستونزې په نښه کوي چې له رهبري پلاوي سره تر شریکولو وروسته به د کابینې غونډې ته واستول شي.