د افغانستان بانک 36 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۲:۵۸
د افغانستان بانک 36 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1400 کال د غبرګولی 20 مه- د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د غبرګولی میاشتې په 22 نېټه د شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 36 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.

د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونو چې تر اوسه پورې یې پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي، کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له لارې په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۲:۵۸
Background image

د افغانستان بانک 36 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1400 کال د غبرګولی 20 مه- د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د غبرګولی میاشتې په 22 نېټه د شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 36 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۳:۱۷
Background image

د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د یوې غونډې په اوږدو کې د افغانستان لپاره د کریډیټ د آسانتیاد غځونې د نوي پروګرام لومړنۍ ارزونه بریالۍ یاده کړه

۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹ مه – د پیسو نړیوال صندوق د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې صندوق د اجرائیوي بورډ د ګډو اقتصادي سمونونو (کریډیټ د آسانتیاد غځونې) تر پروګرام لاندې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

د افغانستان د مالي او بانکوالۍ انستیتوت (AIBF) د مدیره پلاوي غونډه

۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۸ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان د مالي او بانکوالۍ د انستیتوت د بورډ رئیس هم دی د دې انستیتوت د بورډ غونډه. . .

بېرته خبرونه ته