د صرافۍ د اتومات ماشینونو (ATM) څخه ګټه اخیستنه عملاً پیل کېږي
د افغانستان بانک د افغانستان د بانکونو له ټولنې او سوداګریزو بانکونو سره د غونډو پر تعقیب دا دي د سوداګریزو بانکونو لپاره داسې متحدالمال صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه (ATM) څخه پېرودونکو ته د ګټې اخیستنې زمینه برابروي.
د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه چې د بانکي سکتور لپاره د قانون جوړونکي او څارونکي مسئولیت پر غاړه لري، تل هڅه کړې ده چې د خلکو لپاره اغېزناکې بانکي آسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان بانک د بانکي سکتور عادي حالت ته د راګرځولو په برخه کې په جدیت سره کار کوي او د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو فعالیدل یو ښه زیری دی، چې په لړ کې به یې زیات شمېر نورې آسانتیاوې هم رامنځته شي او په ټوله کې به د خلکو او ملت لپاره ګټور تمام شي.