د تش بست خبرتیا

Mpoya
Wed, Aug 04 2021 2:16 PM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د بست مشخصات

د بست سرلیک: د بازار موندنې مدیر

آمریت: د افغانستان د اداینو سیسټم

ګریډ: اتم

د پیل نېټه: 12 زمری 1400

د پای نېټه: 1 و‌‌ږی  1400

د ګومارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

  • د " اف پی"  سیسټم او ملي کارت د موخو د ترلاسه کولو لپاره د پوهیدو وړ سوداګرۍ ستراتیژیو رامینځته کول او پلي کول
  • د دولتي، خصوصي بازار، د دیبټ، کریدټ او  د مخ اداینې کارت په شمول د " اف پی"  ملي کارت محصولاتو او خدماتو وده  د ډیجیټل کولو رهبري او ستراتیژیک مدیریت
  • د آمریت او ادارې  موخو ته په بریالیتوب سره د لاسرسي لپاره د لنډ او اوږدمهاله تبلیغاتي پلانونو جوړول
  • آمریت او ادارې موخو ته د بریالیتوب سره د لاسرسي لپاره د لنډ مهاله او اوږدمهاله مدیریتي ، اداري او مالي پلانونو جوړول 
  •  د نوي سوداګرۍ ستراتیژیو پلان کولو او پلي کولو رهبري
  •   د اړونده سوداګرۍ پالیسۍ او پروسیجرونه رامینځته کول ، بیاکتنه او اپدیت کول
  •  د بازار موندنې ستراتیژیو او ودې او نوښت لپاره د فرصتونو په اړه شریکانو ته خبر ورکول
  •  د شریکانو (بانکونه ، د برښنایي پیسو شرکتونه ، د کوچني پور موسسې ، د تادیاتي ادارې ، مرکزي بانک او دولتي ادارې) نظریاتو راټولول او د افغانستان د اداینو سیسټم د عاید د ډیرولو ستراتیژیو رامینځته کولو  لپاره د سیالانو تحلیل
  •  د ستراتیژیو او پالیسیو د پلي کولو لپاره همغږي، پلان جوړول  او رهبري کول  
  • د تبلیغاتي او بازارموندنې تولو فعالیتونو مدیریت او همغږي  
  • د اوسني او راتلونکي محصولاتو لپاره د بازار اړتیاو د پیژندلو لپاره د بازار څیړنې ترسره کول   
  • د اوسني او نوي محصولاتو لپاره د بازارموندنې پلانونو رامینځته کول او پلي کول
  • عمومی آمر ته د بازارموندنې ټولو فعالیتونو او پایلې په اړه څارنې ،  بررسی  او راپور ورکول  
  • د بازار موندنې بودیجې ټاکل او اداره کول   
  •    د کاري پلانونو ترتیب کول او مستقیم مدیر او صلاحیت لرونکي آمر ته د کاري راپورونو سپارل
  •     د نورو دندو او مسؤلیتونو اجرا کول چې د لارښوونو او مقررو پر  اساس او د لوړ واک لرونکي  لارښوونو سره سم راجع کیږي

د بست  اړتیاوې:

د زده کړې درجه: په اقتصاد، مالي او بانکوالۍ، اداره او تجارت، عامه اداره او یا محاسبه کې لیسانس او  خو چې په پورتنۍ برخه کې د ماسټرۍ سند لرونکو ته ترجیح ورکول کیږي

تجربه: (3) کاله د کار اړوند تجربه

وړتیاوې او توانايي:

  • په ملي او انګلیسي ژبو پوهیدل
  • د کمپیوټري برنامو او بانکي سیسټمونو سره آشنایی
  • د مدیریت او رهبریت مهارتونه درلودل
  •  دمکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو لیکلو وړتیا
  •  د کاري مسؤلیت درک کول او د کاري ساحه کې د ستونزې پیژندل 
  • په وینا کې فصاحت او بلاغت
  • د پروپوزلونو ترتیب کولو او پروژو د مدیریت کولو وړتیا  
  • د دندې محرمیت ساتل
  •  د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوۍ

ضروری ټکی:

  • وړ غوښتونکي باید خپل د  رنګه تذکره، (CV) او تصدیق شوي تحصیلی سندونه (ډیپلوم /  تراسکرپټ)  دغه ایمیل Dab.jobs@dab.gov.af   ته واستوي. مهرباني وکړئ د غیر ضروري اسنادو د لیږلو څخه مخنیوی وکړئ.   
  • پورته ذکر شوې  اسناد باید د PDF  په فارمټ کې د غوښتونکي نوم او اعلان شوي بست سره په یوه  خلاصه شوي فایل کې ولیږل شي.
  •  غوښتونکي باید د بریښنالیک  په موضوع لیک کې د  خپل مطلوب بست سرلیک ذکر کړي
  • که پورتنۍ برخه  مراعت و نه شي ، د غوښتونکي غوښتنلیک به ونه منل شي
  • د ازموینې لپاره یوازې ټاکل شوي غوښتونکي سره اړیکه نیول کېږي.
  • د آزموینې نیټه وروسته اعلانیږي.