د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د جواز ورکونې د مدیریت غړی
آمریت: د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت
گریډ: اتم (۸)
د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د جمادی الاول ۵
د پای نېټه:۱۴۴۶ د جمادی الاول ۲۱
د ګمارنې: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اغیزمن او ګټور خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کاري حدودو په چوکاټ کې د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو سره سم د سرچینو، فعالیتونو او د کنترول لاندې کړنو مدیریت؛
• د کړنلارې پر بنسټ د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره د جواز ورکولو څانګې د کلني پلان په ترتیب کې له مستقیم مدیر سره مرسته، او د اجراتو په اړه مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته راپور وړاندې کول؛
• د کاري بهیر د اسانولو لپاره له اړونده څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• د ځانګړو موضوعاتو د حل په موخه د مستقیم مدیرد لارښوونو سره سم له ادارو او مسئولینو سره اړیکه نیول؛
• د صرافۍ او پولي خدمتونو د شرکتونو، او د غیربانکي مالي موسسو د سوداګریزو پلانونو، تګلارو، او اساسنامو کتنه او ړونده کارکوونکو ته اړینې لارښوونې وړاندې کول؛
• د غیربانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت د تګلارو، مقرراتو، لوایحو، معیاري فورمونو، او لنډمهاله او ستراتیژیک پلانونو په طرح او تعدیل کې له مستقیم مدیر سره مرسته؛
• د جواز ورکولو څانګې د ستراتیژیکو پلانونو او واضح تګلارو په جوړولو او پلي کولو کې له مدیر سره مرسته او د هغې د تطبیق څخه څارنه؛
• د افغانستان بانک د ستراتیژۍ په رڼا اصلاحات او نوښتونه او د لوایحو، کړنلارو او پالیسیو په تطبیق کې ملاتړ؛
• د غیربانکي فعالیتونو جواز ترلاسه کولو په موخه د غوښتونکو د اسنادو ارزونه؛
• د جواز اخیستلو، جواز نوي کولو، مسلک پرېښودو او فسخ اړوند د مقرراتو او کړنلارو سره سم د موجوده او نوې شوو لارو چارو په اړه د انفرادي او شرکتي صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او د مدیریت غړو لپاره د روزنیزو پروګرامونو تنظیمول؛
• د اړتیا په صورت کې د اړونده کمیټو په غونډو کې ګډون، او د مرکزي بانک موخو ترلاسه کولو لپاره په رسمي او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو، او نورو اداري لیکونو لیکنه او په ټاکلي وخت کې د دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره طی مراحل کول؛
• په دقیق ډول د دوسیو او کارتنونو په شکل د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیب او د هارډ او سافټ کاپي ساتنه؛
• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، عامه ادارې او محاسبې په برخه کې د لیسانس درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
د دندې د محرمیت ساتل، د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا،د دندې په موضوعاتو کې د تحلیل وړتیا درلودل، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او په دقیق ډول مالي راپور ورکونه.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.