د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۱۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست ځانګړتیاوې

د بست نوم: د برق میخانیک انجینر

آمریت: د خدمتونو لوی آمریت

ګریډ: اووم  (۷)

د پیل نېټه: ۱۴۴۵/۰۸/۰۲

د پای نېټه : ۱۴۴۵/۰۸/۱۶ 

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول او د تقنیني او اداري اسنادو په تعدیل کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول

د ملي او نړیوالو منل شوو معیارونو په رڼا کې د افغانستان بانک د ساختماني پروژو اړوند د برېښنایي چارو د طرحې، ډیزاین او ترسره کولو په موخه د اړینو تدابیرو نیول

د افغانستان بانک د ودانیزو پروژو د برېښنايي چارو اړوند د ټولو مسایلو ترتیبول او تخمیني سنجش کول

د ساختماني پروژو لپاره د برېښنايي چارو د سامان آلاتو او تجهیزاتو سنجش کول او د تخنیکي نظرونو وړاندې کول

د افغانستان بانک د ودانیزو پروژو د برېښنایي تجهیزاتو د تخنیکي ځانګړتیاوو ترتیبول

د افغانستان بانک د شعبو د برېښنايي چارو د تخنیکي او فني ځانګړتیاوو ترتیبول

د بانک په کچه او د هغه په مربوطاتو کې د برېښنا له امله د ناڅاپي عوارضو ترمیمول او رفع کول

په تعمیراتي غونډو کې د تخنیکي او مسلکي مشورو د وړاندې کولو په موخه ګډون کول

د برېښنا رسونې د شبکو او سیستمونو، سب ستیشنونو او ترانسفرمرونو د تخنیکي ځانګړنو ترتیبول

د اړوندې برخې د کاري کیفیت د ښه والي په موخه د برېښنا په چارو کې د انجینرۍ د عصري سافټویرونو کارول

د اړندو سندونو او مکتوبونو د خوندي ساتنې لپاره د دوسیه بندۍ د منظم سیستم جوړول

د کار د اغیزناکتیا د زیاتولو په موخه جنراتورونو د ډیزلو ظرفیت ټاکل

د تمې وړ پایلو د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان بانک د برېښنا سیستم برآورد، سنجش او د نقشو ترتیبول

د برېښنا د اغېزناک تأمین لپاره په تخنیکي ډول په ودانیو کې د برېښنا د مزو نصبول او لېږدول

په څو طرحو (لمریزه، اوبو، بادي او په داسي نورو انرژیو) باندې د انجینرۍ د محاسبو او شننو ترسره کول او د کار د کیفیت د لوړولو په موخه د اغیزناکې، اقتصادي او مناسبې طرحې غوره کول

د افغانستان بانک د اړوندو ودانیزو پروژو د برېښنا رسولو د چارو کنټرولول او پام ساتل (مراقبت)

د اړوندو برخو د کړنواو لاسته راوړنو له پرمختګ څخه د خبرولو په موخه اړوندو چارواکو ته د میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونو ترتیبول

د کاري پلانونو ترتیبول او  واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول

د نورو ټولو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د طرزالعمل او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او هدایتونو پر بنسټ ورته سپارل شوي وي

د بست اړین شرطونه

د زده کړو کچه: د برېښنا انجینرۍ په برخه کې لیسانس

تجربه: د دندې اړوند (۲)کلنه کاري تجربه

وړتیاوي او مهارتونه :

د برېښنا انجینرۍ له مقررو، نورمونو او معیارونو سره پوره بلدتیا، د رهبرۍ، پالیسي جوړونې او ستراتیژي جوړونې وړتیا، د ادراې د تګلارې د طرحه کولو او تطبیق وړتیا، د اصولو او اغیزناکو اجراآتو په اړه د پام وړ پوهه لرل، دکاري مدیریت د اغیزناک افهام او تفهیم قوه درلودل، په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبې د خبرو کولو وړتیا، د برېښنا انجینرۍ د کمپیتوټري پرګرامونو د کارولو سره پوره بلدتیا درلودل، په راپور ورکولو او راپور اخیستلو کې کاري نوښت او چټکتیا، په یواځې او ډله ایزه توګه د کار کولو وړتیا لرل، صداقت او په دنده کې د محرمیت ساتل او کاري انعطاف منل، په سختو شرایطو کې په کارونو کې لومړیتوب ټاکل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورنو د لیکلو وړتیا لرل

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابنده، ډله یز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي

یادونه:

نوټ: غوښتنکوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies