د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت

د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی مدیریت په ۱۳۸۸/۳/۳ نېټه د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شو. د افغانستان بانک د پرمختیايي پروژو فعالیتونه چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي په دوه عمده برخو وېشل شوي دي؛ د منقولو اموالو د ثبت د سیستم جوړول او د مالي سکتور د ټینګښت پروژه.

د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی مدیریت؛ د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي او د دولتي ادارې ( د افغانستان بانک) برخه ګڼل کیږي. دې ادارې خپل اړوند واکونه د بانکدارۍ د قانون او د  افغانستان بانک د قانون په رڼا کې تنفیذ کړي او د افغانستان بانک د قانوني واکونو په بنسټ عمل کوي.

موخه:

د دې پروژې موخه، د بانکي قوانینو او د بانکي څارنې په چارو کې د کاري ظرفیت پیاوړتیا او په مالي سکتور کې د سمونونو لپاره د مالي ادارو د جوړیدو له لارې بانکي رسمي خدمتونو ته لاسرسۍ ده.

جوړښت:

د نړیوال بانک د تمویلي پروژو د لوی مدیریت د جوړښت په اډانه کې (۶) تنه کارکوونکي او (۲) تنه کارګران کار کوي.

د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی مدیر

د نړیوال بانک د تمویلي پروژو د لوی مدیریت معاونیت

د تدارکاتو مسئول

د پروژو همغږي کوونکی

مالي مسئول (دوه تنه کارکوونکي)