رسنیزه اعلامیه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۰:۴۶
رسنیزه اعلامیه

۱۳۹۹ - لیندۍ ۱

دا معلومات د افغانستان بانک پر کارکوونکو د وروستۍ ترهګریزې پیښې په اړه د هېواد د رسنیو د غوښتنې پر بنسټ له تاسو سره شریکیږي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ سهار مهال ۷:۴۵ دقیقې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د مقناطیسي ماین چادونه وشوه چې په کې د دې بانک درې تنه مخکښ کارکوونکي په شهادت ورسیدل. په یادو شهیدانو کې د افغانستان بانک د عامه اړیکو د چارو سلاکار یما سیاوش، د ریاست د دفتر د آمریت مرستیال احمدالله انس او د افغانستان بانک موټر چلوونکی امین الله رضایي شامل وو.

د افغانستان بانک رهبري یو ځل بیا د وطن د دښمنانو لخوا د دې ناوړه حملې د غندلو ترڅنګ د یادو کارکوونکو کورنیو، خپلوانو او دوستانو ته خپل تسلیت وړاندې کوي او د خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. له بده مرغه د هېواد دښمنان تل د دې خاورې مخکښ، پوهه او بې ګناه وګړو ته د زیان رسولو په هڅه کې دي چې د افغانستان بانک د شهید شویو کارکوونکو، د کابل پوهنتون د زده کړیالانو، د هېواد د خبریالانو، مدني او د بشر د حقونو فعالانو او نورو شهیدانو په ګډون د وروستیو ترهګریزو پېښو د قربانیانو څخه یې د بیلګې په توګه یادونه کوو، چې یادو حملو د افغانستان شریف ملت ته جدي اندیښنه پیدا کړې ده.

دا ترهګریزه پېښه د کشفي او امنیتي ادارو تر څېړنې لاندې ده. د افغانستان بانک په دې برخه کې له کشفي او امنیتي ادارو سره هر اړخیزه همکاري کړې او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د رابرسیره کولو لپاره به خپلې هیڅ ډول هڅې او کوښښونه ونه سپموي. د حملې لاندې نیول شوي موټر د تعقیبي (GPS) سیستم معلومات، د بانک د امنیتي کامرو انځورونه او نور معلومات له کشفي او منیتي ادارو سره شریک شوي او تر څېړنې لاندې دي، هیله مند یو چې په پای ته رسیدو سره یې پایلې د کشفي او امنیتي ادارو لخوا له ملت سره هم شریکې شي.

د شهیدانو روح دې ښاد او یاد دې تل پاتې وي!

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۶
Background image

جلسه‌‌ای با رؤسای بانک‌های تجارتی تدویر یافت

۲۷  ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ – جلسه‌ای به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار شد. در این جلسه پیرامون تقویت سکتور بانکی، گسترش بانکداری اسلامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

بازگشت به خبر