د افغانستان بانک له لوري د رسنیو استازو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 18 2019 3:42 PM
د افغانستان بانک له لوري د رسنیو استازو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

کابل، ۱۳۹۸ د غبرګولي ۲۸ مه – د افغانستان بانک له لوري د رسنیو استازو ته د دغه بانک د موخو، دندو او کلي سیاستونو په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د بیان آزادي، معلوماتو ته لاسرسی او د رسنیو رول د اقتصادی وضعیت په ښه والي، روڼتیا او ټولنیز عدالت په رامنځته کولو کې د خورا اهمیت وړ په ګوته کړ او د رسنیو د کارکوونکو لپاره یې د دې ډول ورکشاپونو جوړول ګټور یاد کړل.

ښاغلي صدیق زیاته کړه چې د افغانستان بانک له رسنیو سره ښه همکار پاتې شوی چې له دوی سره یې د هر ډول معلوماتو په شریکولو کې درېغ نه دی کړی او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک سره د رسنیو له دوامدارو همکاریو هم مننه وکړه.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي احمد خالد معراج په هېواد کې د پولي سیاست د تطبیق، په کور د ننه د بیو د ثبات د تامین او ساتنې، د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د پیسو د وړاندې کولو په مدیریت، کنټرول او همدارنګه د مبادلې د نرخ په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په دغه ښوونیز ورکشاپ کې د افغانستان بانک د مالي چارو د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات پر بانکونو او مالي موسسو د نظارت (څار) یو پریزنټیشن وړاندې کړ چې په بانکونو کې د درجه بندۍ په تړاو یې د پانګو د کفایت د داراییو د کیفیت (څرنګوالي)، د ګټې د مدیریت او سیالیت په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

د دې ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي عبدالمتین غفوري د افغانستان بانک په اډانه کې د دې آمریت د جوړیدنې، موخو، دندو او مسئولیتونو په اړه معلومات ورکړل.

د نوموړي په خبره په مصونه، آسانه او دوامداره توګه مالي او بانکي خدمتونو او محصولاتو ته د خلکو پراخ لاسرسی د دې آمریت دندې دي چې د اقتصادي پرمختګ رامنځته کېدلو، د عوایدو د ناانډولۍ د له منځه وړلو او د غربت د کچې راټیټول یې موخې دي.

د دې ورکشاپ په پای کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د غونډې جمع بندي وکړه چې د افغانستان بانک له لوري یې د رسنیو سره په لا همکارۍ یې ټينګار وکړ او د ګډونوالو رسنیو له استازو یې مننه وکړه چې په دې ښوونیز ورکشاپ کې یې ګډون کړی وو.

د دغه ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ورته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS