د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګه‌والو ټولنې له استازو سره غونډه

Mpoya
Sun, Jan 23 2022 3:36 PM
د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګه‌والو ټولنې له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د سلواغې ۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) پر مشرۍ د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګه‌والو ټولنې له استازو سره د دوی د بانکي ستونزو د هواري په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګه‌والو ټولنې له استازو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره هر ډول بانکي آسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخه کې د سوداګرو او پانګه‌والو له هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک به پر وخت سره په بانکي سکتور کې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګه‌والو ټولنې استازو د بانکي سکتور په برخه کې خپلې ستونزې د افغانستان بانک له سرپرست سره شریکې کړې او په دې اړه د نظرونو تبادله تر سره شوه.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS