د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو پروژو په اړه معلوماتي غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۱۶
د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو پروژو په اړه معلوماتي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي ۲۷ مه– د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ  په دې بانک کې د روانو پروژو په اړه د بانکي عملیاتو، د بازار عملیاتو، اداینو، تدارکاتو او معلوماتي تکنالوژۍ له مسئولینو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو مسئولینو ښاغلي نوشېر ته د افغانستان بانک په اډانه کې د برېښنایي لېږد سیستم (ATS) او د بیه لرونکو پاڼو د امانت اېښودلو مرکز (CSD) پروژو د چارو د پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې د دې پروژو چارې نږدې بشپړې شوې دي او له یو شمېر ادارو سره یې آزمایښتي چارې هم پیل شوې دي چېډېر ژر به ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

د افغانستان بانک سرپرست په دې برخه کې له تر سره شویو چارو د مننې ترڅنګ له اړوندو ادارو سره په لا زیاته همغږۍ ټينګار وکړ او د دې پروژو بریالیتوب یې د افغانستان بانک لپاره یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

له غونډې وروسته د افغانستان بانک سرپرست او د غونډې ګډونوالو د دې بانک د اداینو، د بازار عملیاتو او معلوماتي تکنالوژۍ په آمریتونو کې د یادو پروژو له روانو چارو لیدنه وکړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

بېرته خبرونه ته