د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۵:۳۲
د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي۲۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي له تېر ۲۰۱۱ میلادي کال را په دېخوا د یاد انستیتیوت په اډانه کې د تر سره شویو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي واحدالله نوشیردافغانستان دمالي او بانکدارۍانستیتیوت په اډانه کې له ترسره شویوچارودمننې ترڅنګ دوی ته په دې برخه کې دلازیاتوپرمختګونودراتګ هيله وښوده او په دغه غونډه کې په یو شمېر نورو موضوعاتو  د نظرونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوتاجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د یاد انستیتیوت د مدیره هیئت غړيو ښاغلي بهرام برزین، ډاکتر سالم امید او په مالي سکتور کې د افغانستان بانک د ریاست مقام سلاکار ښاغلي سید عبدالغفور سادات هم ګډون کړی وو.

پاتې د نه وي چې دا انستیتیوت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړ شوی دی چې د مالي او بانکدارۍ برخو کې روزنیز خدمتونه وړاندې کوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

بېرته خبرونه ته