د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر
اداره: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ
د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵
د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د ټکنالوژیکي پروژو مدیریت کول او پر وخت او له پلان سره سم د هغوی د پلي کولو تضمینول؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د عمومي مدیریت اړوند د پالیسیو د پراختیا، مقرراتو، لایحو، کاري کړنلاو، معیاري فورمو، د تشکیلاتي جوړښت اصلاح او تعدیل او همداراز د لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو طرح، ترتیب، پلي او رهبري کول؛
• د قوانینو، مقررو، لایحو او کاري کړنلارو پر بنسټ د ادارې د کړنو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ له ستراتیژۍ سره سم مناسب اصلاحات او نوښتونه رامنځته کول او د لایحو، کړنلارو او پالیسیو له پلي کولو څخه ملاتړ کول؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت د کاري پلان پر بنسټ د بودجوي اړتیاوو پیژندنه او وړاندیز کول؛
• د معلوماتي ټګنالوژۍ د سیستمونو پراختیا او مدیریت؛
• د انسټیټیوټ د معلوماتي ټکنالوژۍ د اړتیاوو شنل؛
• د کمپیوټرونو، سرورونو، پوستکالو او شبکو ساتنه او مدیریت؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو او سیستمونو نوي کول او د نوو ټکنالوژیو له کارولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د معلوماتو د امنیت د پالیسۍ پلي کول او د معلوماتو محرمیت ساتل؛
• د ویروسونو، سایبري بریدونو او نورو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د اړینو تدابیرو نیول؛
• د امنیتي کمرو مدیریت او د هغو د ستونزو حلول؛
• د پوستکالو، سختکالو او شبکو د ستونزو حلول؛
• د انسټیټیوټ له ستراتیژۍ سره د مناسبو اړیکو رامنځته کول او د لایحو، کړنلارو او پالیسیو ملاتړ کول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او واک لرونکو مقاماتو ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې کچه:
په کمپیوټر ساینس او د معلوماتي ټکنالوژۍ په نورو برخو کې د لیسانس سند اړین دی، او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
د معلوماتي ټکنالوژۍ د مدیر یا ورته دندې په توګه ثابته کاري تجربه، د شبکې، سایبري امنیت او تخنیکي وسایلو د مدیریت په برخه کې پیاوړې پوهه، د ټکنالوژیو او ښوونیزو سیستمونو د مدیریت په برخه کې تجربه، د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا او د نړېوالو تصدیقلیکنو درلودل، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، له عملیاتي چارو سره بلدتیا او د دندې د محرمیت ساتل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.af برېښنالیک ته راواستوي.
• د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.