د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۳۸
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د تخصصي روزنیزو پروګرامونو مدیر

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئوولیتونه:

د بانکوالۍ او مالي سکتور په برخه کې د پروګرامونو رهبري، طرحه او مدیریت کول، ترڅو د یاد سکتور متحرکې اړتیاوې پوره کړي؛

له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې پروګرامونه د انسټیټیوټ له ماموریت او پرمختللو نړیوالو میتودونو سره سمون لري؛

د درسي موادو او روزنیزو پروګرامونو د طرحې، ارزونې او اپډیټ کولو په موخه له اړوندو کار پوهانو، د سکتور له کار پوهانو او علمي کمېټو سره همکاري کول، ترڅو درسي مواد نوي، اړوند او اغېزناکه ووسي؛

د ډاډمنتیا لپاره د کیفیت د تضمین پروګرامونو جوړول او پلي کول، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ روزنیز پروګرامونه د باور ارزونې له معیارونو او اړتیاوو سره سمون لري؛

د تدریس، درسي موادو او روزنیز چاپېریال له کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کول؛ 

د لا زیاتو پروګرامونو د جذب په موخه له مالي بنسټونو او تخصصي انسټیټیوټونو سره د ټینګو اړیکو جوړول او ساتل او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې د انسټیټیوټ روزنیز پروګرامونه د سکتور له معیارونو او منل شوو لارښودونو سره سمون لري؛

د روزنیزو پروګرامونو د تبلیغ په موخه د بازارموندنې له ټیم سره همکاري کول، له مؤسسو سره اړیکه نیول او د پروګرامونو د موخو له تحقق څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د بازار د تحلیل له لارې د مالي او بانکي سکتور د روزنېزو اړتیاوو پېژندنه؛

د منځمهاله او اوږدمهاله تخصصي روزنیزو پروګرامونو لپاره د مالي تمویل د ترلاسه کولو لپاره د پروپوزلونو ترتیبول؛

د سرټیفیکېټي پروګرامونو لکه: د اسلامي بانکوالۍ، د خطر مدیریت، د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې، مالي محاسبې، د بشري سرچینو مدیریت او نورو لپاره د جوړښت، منځپانګې او معیارونو طرحه کول؛

د سرټیفیکېټي کورسونو په اغیزناکه توګه د پلي کولو لپاره د مهالوېش، لوجیستیک او اړینو سرچینو تنظیمول؛

د اړیکو له مدیریتونو سره همکاري کول او د اړتیا پر بنسټ د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو مدیریت کول؛

دا ډاډ ترلاسه کول چې روزنیز پروګرامونه له ملي او نړیوالو معیارونو او قانوني لارښودونو سره سمون لري؛

د لا اغیزناکو روزنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو په موخه د روزونکو، همغږي کوونکو او د پروګرامونو د برخې د کارکوونکو رهبري، همغږي او ملاتړ؛

په مالي او بانکي سکتور کې د نوو راټوکېدونکو میتودونو په اړه پوهاوی او د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او زده کړې په موخه د نوښتګرو لارو چارو معرفي کول؛

د پروګرامونو لپاره پر ځانګړې شوې بودجې څارنه او د سرچینو له اغیزناکې کارونې څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د نورو هغو دندو ترسره کول چې د مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر له خوا ورسپارل کیږي؛

د زده کړې کچه:

د مدیریت،بشري سرچینو، ادارې او سوداګرۍ، عامه ادارې، حقوق او عامه پالیسۍ په برخو کې د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ او دوکتورا سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتنه، د مکتوبونو، وړاندیزونو، او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت درک او د ستونزو پېژندنه او له عملیاتي چارو سره بلدتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر اشخاص کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې لپاره خپلې CV یانې دې vacancies@aibf.af  برېښنالیک ته واستوي.

د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies