په بامیانو ولایت کې د "منقولو مالونو د رهن د تسهیلولو څرنګوالي" روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۹:۹
په بامیانو ولایت کې د "منقولو مالونو د رهن د تسهیلولو څرنګوالي" روزنیز ورکشاپ جوړ شو

مالي وجوه ته د لاسرسۍ د تسهیلولو په موخه د افغانستان بانک د روان کال د وږي میاشتې په ۲۴ نیټه باندې په بامیانو ولایت کې د سوداګریزو بانکونو او د کوچنیو مالي ادارو استازو او صنعت کارانو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي آمر ښاغلي ډاکټر عزیز الله سادات د منقولو مالونو د رهن د کارولو له لارې مالي وجوه ته د لاسرسۍ په اړه د وینا پرمهال وویل چې مالي وجوه ته د لاسرسۍ پرته نشو کولای چې متوازنه اقتصادي وده او پرمختګ ترلاسه کړو.

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي آمریت مرستیال ښاغلي عبدالناصر سهاک د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي آمریت او د عامه اعتباراتو د ثبت دوو سیستمونو (د اعتباراتو د ثبت سیستم او پر منقولو مالونو باندې د رهني حقونو د ثبت سیستم) په اړه معلومات وړاندې کړ او د هېواد په مالي سکتور کې د اړینو ګټو او اسانتیاوو په اړه چې په بانکي معاملو کې د منقولو مالونو د رهن قانون له لارې تعریف شوي، ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړ.

ورپسې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ عمومي آمر ښاغلي یوسف سلیم د اسلامي بانکوالۍ د اهمیت په اړه توضیح ورکړه او په اوسنیو شرایطو کې د هغه رول یې ډېر ګټوره او اغېزناکه وباله او ویې ویل چې په اوسني وخت کې د دودیزې بانکوالۍ ترڅنګ اسلامي بانکوالۍ کولای شي چې په هېواد کې مالي وجوه ته د لاسرسۍ لپاره لازیاته زمینه برابره کړي.

د بامیانو ولایت مرستیال ښاغلي عتیق الله عتیق د عامه پوهاوۍ د دغه پروګرام د اجرا کولو څخه د مننې په ترڅ کې دا شان پروګرامونه د بامیانو ولایت د اقتصاد د ښه والي لپاره ارزښتناکه او ګټوره وبلل.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته