په جنوب لویدیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو په اړه د عامه پوهاوی روزنیز ورکشاپ

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۲:۴۰
په جنوب لویدیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو په اړه د عامه پوهاوی روزنیز ورکشاپ

کندهار، د ۱۳۹۸ د وږي۱۲مه – د افغانستان بانک له لوري د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ موخه د منقولو اموالو د رهنې حقونو د ثبت او د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو پېژندل ؤ چې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی ؤ.

په دې ورکشاپ کې د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستمونو د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي عبدالناصر سهاک له لوري د عامه اعتبارونو د ثبت سیستمونو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

ښاغلي سهاک زیاته کړه چې د عامه اعتبارونو د ادارې موخه له نړیوالو نورمونو او د بانکدارۍ له پیژندل شویو اصولو سره سم د مطلوبو اعتباري معلوماتو برابرول دي.

د نوموړي په خبره دا مهال په هېواد کې سوداګریز بانکونه او مالي ادارې د ۱۴ منقولو وسایلو په مقابل کې قرضې ورکوي چې دا چاره د سوداګرۍ او بانکي نظام په پرمختګ او وده کې ستر رول لوبوي.

د یادونې وړ ده چې منقول مالونه د انتقال وړ دي او د قرضې په مقابل کې د رهن ورکړه له هغه وسیلې څخه عبارت ده چې د بانکونو یا مالي ادارو لپاره د تضمین په ډول ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د جنوب لوېدیځ زون آمر ښاغلي حاجي محمد نعیم اکبري د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم د ګټو په اړه خبرې وکړې او د دې ډول ورکشاپونو جوړول یې د بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره د خورا ارزښت وړ یاد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د سوداګریزو بانکونو، مالي موسساتو، سوداګرو او د ښځینه لاسي صنایعو ټولنو استازو ګډون کړی وو.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د متشبثینو لپاره د پور اخیستنې په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي، څو د دوی سوداګریز فعالیتونه وده وکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته