د ECO Trade and Development Bank د بورډ په ناسته کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ګډون

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۵۲
د ECO Trade and Development Bank د بورډ په ناسته کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ګډون

کابل، ۱۳۹۹ مرغومی ۲- د افغانستان د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د اقتصادي همکاریو سازمان د بانک د مدیره پلاوي په پنځه اتیایمه او شپږ اتیایمه ناسته کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

د دې ناستې په اوږدو کې د دې بانک د ۲۰۲۱ کال بودجه، ستراتیژيک عملیاتي لومړیتوبونه او د غړو هېوادونو عمده اقتصادي شاخصونه او همدا راز د غړو هېوادونو په سوداګریزو کړنو باندې د کرونا ویروس د اغیزو په اړه اندیښنې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شول.

د دې ناستې ګډونوالو پر اقتصادي همکاریو او په ځانګړې توګه د کرونا ویروس له ستر بحران څخه د وتلو پر حالت باندې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د غړو هېوادونو د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته