د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په اړه د افغانستان بانک مطبوعاتی کنفرانس

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۸:۳۸
د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په اړه د افغانستان بانک مطبوعاتی کنفرانس

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲۳ مه – د افغانستان بانک د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په اړه د ریاست الوزرا د دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي تر مشرۍ لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې ښاغلي حنفي د بانکي نظام د وضعیت په اړه او د اقتصاد پر څرنګوالي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي حنفي یادونه وکړه چې نن ورځ یې په دې اړه د مالیې د ښاغلي وزیر، اطلاعاتو او فرهنګ د ښاغلي نشراتي مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ، کورنیو چارو، دفاع، کرنې او اوبولګولو وزارتونو، او د برېښنا او استخباراتو ریاستونو له باصلاحیته استازو سره په ګډه د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډې لرلې چې ښې پایلې یې درلودې.

د ریاست الوزرا مرستیال یادونه وکړه چې صرافان د هېواد د اقتصادي وضعیت د پراختیا او خلکو د کارونو د پراختیا په برخه کې مثبت رول لوبوي، خو یو شمېر ناوړه ګټه اخېستونکې کړۍ  خپلو شخصي منافعو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورکوي. د نوموړي په خبره زموږ د نن ورځې غونډې په همدې تړاو وې، څو وکولای شو د یادو مغرزو کړیو د فعالیتونو مخنیوي لپاره لاس په کار شو او له اړوندو ادارو سره یو ځای له قاچاق څخه مخنیوی وکړو او قاچاق وړونکو ته سزا ورکړو.

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په بله برخه کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک، د مالیې له محترم وزارت او له اقتصادي کمېسیون سره په ګډه همکارۍ د یوې داسې کړنلارې پر رامنځته کولو کار کوي چې پر پلي کېدو سره به یې د افغانۍ د ارزښت په ساتنه کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې مرسته وکړي.

نوموړي افغانستان یو خپلواک او لرغونی تاریخ لرونکی هېواد یاد کړاو زیاته یې کړه چې افغانستان د ملي پولي واحد لرونکی دی چې د افغانانو د ملي هویت څرګندونه کوي او په کار ده چې ټول هېوادوال په خپلو راکړو او ورکړو کې خپل ملي مسئولیت ادا کړي. نوموړي یادونه وکړه چې په ټول هېواد کې په افغانیو راکړ ورکړه جبري ده.

ښاغلي حنفي دا هم وویل، په راکړو او ورکړو کې د افغانیو د ترویج په برخه کې ټولنیزې رسنۍ، عالمان، والیان، متنفذین مهم رول لوبولی شي. اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی، سوداګریز بانکونه د دې توان لري چې د ملت اړتیاوې پوره کړي، کافي ډالر شته، سیاسي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېږي، فساد صفر شوی او د صرافانو د احتکار او پیسو قاچاق مخه نیول کېږي.

د ریاست الوزرا ښاغلي مرستیال د هېوادوالو د ډاډ لپاره یادونه وکړه چې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي د اقتصادي پرمختګ او انکشافي فعالیتونو د په حرکت راوستلو لپاره سیمه‌ایزې ناستې د اقتصادي یو ځایوالي په موخه تر سره شوې چې له کبله یې د سوداګرۍ، ترانزیت، او معادنو په برخه کې د سیمې او نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې مخ په پراخیدو دي.

نوموړي د افغانستان معادنو، ټاپ او ټاپي پروژو د پلي کېدو او زیات شمېر نورو لویو اقتصادي پروژو په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري د پانګې اچونې په برخه کې د علاقمندۍ یادونه وکړه.

زیاته یې کړه چې د دې ډول پروژو پر پلي کېدو سره به د هېواد اسعاري اړتیاوې پوره، صادرات به زیات شي او په ټول کې به اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته