د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۴:۱۶
د افغانستان بانک خبرتیا!

دا خبرتیا له سوداګریزو بانکونو سره د خلکو د امانتونو په اړه د مخکینۍ خبرتیا په تعقیب سره ټولو هېوادوالو ته وړاندې کېږي:

بانکي امانتونو ته د پیرودونکو د لاسرسي په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د هېوادوالو مالي ستونزو د حل او د بانکي فعالیتونو او خدمتونو په وړاندې کولو کې ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ د لاندې شرایطو پر پلي کولو مکلفې دي:

۱- د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې  (۱۰۰۰) زر امریکایي ډالر او که چېرې په میاشت کې یوازې یو ځل د پیسو غوښتنه کېږي پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۳۰۰۰ )درې زره امریکایي ډالر ورکول کېږي؛

۲- د افغانۍ انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې (۷۰،۰۰۰ ) اویا زره افغانۍ او که چېرې په میاشت کې یوازې یو ځل پیسې ایستل کېږي، پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۲۵۰،۰۰۰ ) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي؛

۳- د دولتي او غیردولتي شرکتونو مشتریانو ته د سوداګریزو بانکونو لخوا د هغوی د امانتونو ۵ سلنه ورکول کیږي، په دې شرط چې  په میاشتني ډول له (۱۰۰،۰۰۰) سل زره امریکايي ډالرو او یا یې په نورو اسعارو له معادل مبلغ څخه زیات نه شي.

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې پر بنسټ هڅه کوي چې په دې برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره نورې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځوي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو ترڅنګ د لویو اقتصادي پروژو په تمویل او بیا رغونه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

دیدار سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک  با معاون سرمنشی سازمان ملل متحد

10 ذوالقعدة الحرام 1445 محترم هدایت الله بدری سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک با محترمه رزماری دیکارلو معاون سرمنشی سازمان ملل متحد، در دفتر مرکزی د  افغانستان بانک ملاقات نموده و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۹
Background image

تدویر مجلس بمنظور تسهیل دسترسی مردم به خدمات بانکی معیاری در کشور

 6ذوالقعدة الحرام 1445- نشستی تحت رهبری محترم نوراحمد آغا معاون اول د افغانستان بانک در تالار شورای عالی این بانک برگزار گردید که هدف آن تسهیل دسترسی مردم به خدمات معیاری، ارزان و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

  20شوال المکرم 1445- د افغانستان بانک الی مبلغ (16) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز سه شنبه مؤرخ 21 شوال المکرم 1445 (11/02/1403) بطور لیلام بفروش می رساند. بدینوسیله از. . .

بازگشت به خبر