د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۴:۱۶
د افغانستان بانک خبرتیا!

دا خبرتیا له سوداګریزو بانکونو سره د خلکو د امانتونو په اړه د مخکینۍ خبرتیا په تعقیب سره ټولو هېوادوالو ته وړاندې کېږي:

بانکي امانتونو ته د پیرودونکو د لاسرسي په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د هېوادوالو مالي ستونزو د حل او د بانکي فعالیتونو او خدمتونو په وړاندې کولو کې ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ د لاندې شرایطو پر پلي کولو مکلفې دي:

۱- د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې  (۱۰۰۰) زر امریکایي ډالر او که چېرې په میاشت کې یوازې یو ځل د پیسو غوښتنه کېږي پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۳۰۰۰ )درې زره امریکایي ډالر ورکول کېږي؛

۲- د افغانۍ انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې (۷۰،۰۰۰ ) اویا زره افغانۍ او که چېرې په میاشت کې یوازې یو ځل پیسې ایستل کېږي، پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۲۵۰،۰۰۰ ) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي؛

۳- د دولتي او غیردولتي شرکتونو مشتریانو ته د سوداګریزو بانکونو لخوا د هغوی د امانتونو ۵ سلنه ورکول کیږي، په دې شرط چې  په میاشتني ډول له (۱۰۰،۰۰۰) سل زره امریکايي ډالرو او یا یې په نورو اسعارو له معادل مبلغ څخه زیات نه شي.

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې پر بنسټ هڅه کوي چې په دې برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره نورې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځوي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو ترڅنګ د لویو اقتصادي پروژو په تمویل او بیا رغونه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته