د کار زده کړې دوره

د افغانستان بانک د دولت د مالي او بانکوالۍ د استازې او سلاکار په توګه د خپل ستراتیژیک پلان د پنځمې مادې په پام کې نیولو سره چې یوه سالمه ډلییزه اداره ده په دې برخه کې یې ځانګړې دندې او مکلفیتونه تعقیب کړي چې له دې ډلې نه یو هم د پرکټیکې دورې د پالیسۍ په جوړونې سره هغو زدکړیالانو ته چې د علمي مؤسسو په اختصاصي څانګو کې لکه اقتصاد، بشري سرچینې، د مالي محاسبې او نورو د مالي او بانکي نظام پورې اړوند نورو څانګو کې زدکړه کړې او یا یې کوي په دولتي ادارو کې د روزنیزې دورې او کارموندنې د زمینې برابرول دي. د پرکتیکې دورې د پالیسۍ د متن یوه برخه په لاندې ډول ده:

 ۱ . د تطبیق ساحه:

هغه زدکړیالان چې د دولتي پوهنتونونو لخوا د افغانستان بانک ته د پرکتیکې دورې لپاره ورپېژندل کېږي، لومړیتوب ورکول کېږي. دا پالیسي د هغو زدکړیالانوو لپاره جوړه شوې ده چې په عالي، مسلکي مؤسسو او اختصاصي څانګو کې خپل لوړې زدکړې د هېواد د ننه یا بهر ترسره کوي.

۲. د منلو شرایط

۱.۲ د هېواد دننه زدکړیالان په انفرادي توګه نه منل کېږي، د لوړو زدکړو او نیمه عالي زدکړو مؤسسو (دولتي یا خصوصي) مؤسسو استازې باید د زدکړیالانوو له پېژندلو مخکې باید د افغانستان بانک سره د پرکټیکې پالیسۍ د رعایتولو یو هوکړه لیک لاسلیک کړي او د هغه په پلي کیدو اړ دي.

۲.۲ زدکړیال باید افغان وي او د افغانستان تابعیت ولري، که چېرې د افغانستان تابعیت ولري وي خپل هویت دې د پېژندپاڼې یا پاسپورت له مخې ثابت کړي.

۳.۲ زدکړیالان باید نوی فارغ شوي وي یا لږ تر لږه پنځه سمسټره او یا د هغه کال معادل یې بشپړ کړی وي ترڅو په بانک کې د مونوګراف د جوړولو لپاره د اړتیا وړ موضوعات چمتو، خپل څېړنیزه دنده بشپړه او یا د عمل په ساحه کې تر زدکړې لاندې ونیول شي.

۴.۲ هغه زدکړیالان چې د افغانستان بانک ته له پېژندلو مخکې په دولتي ادارو او نورو دفترونو کې مقرر شوي وي د پرکټیکې دورې د بشپړېدو لپاره نه منل کېږي.

۵.۲ زدکړیال باید اصول او د کاري چلند ژمن لیک ومني او همدا ډول یو تضمین لیک هم طی مراحل کړي.

۶.۲ هغه وخت زدکړیال پرکټیکې دورې ته منل کېږي چې د زدکړې په اوږدو کې د نمرو اوسط یې لږ تر لږه ۷۵ سلنه وي.

۷.۲ زدکړیال په دې پالیسۍ کې د درج شوو برخو په رعایتولو او پلی کولو اړ دی.

۳.  د زدکړیالانو پېژندنه

۱.۳ زدکړیالان باید له پرکټیکې دورې څخه یو میاشت مخکې د پوهنتون لخوا د افغانستان بانک ته وپېژندل شي.

۲.۳ زدکړیالان یا اړوند پوهنتون باید د پېژندنې په پیل کې بانک ته لاندې اسناد وسپاري.

۲.۱.۳ د نمرو ترانسکړیپټ

۲.۲.۳ د هغو موضوعګانو لیست چې زدکړیالان ورته د زدکړې د دورې په ترلاسته کولو کې اړتیا لري.

۳.۲.۳ د پرکټیکې دوره موخه څه ده: د مونوګراف ترتیبول، څېړنه یا په عملي توګه زدکړې.

۳.۳ د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړولو مرکز د ټولو اړینو مسایلو له پېژندلو او تصدیقولو وروسته له اړوندې عملي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کوي.

۴.۳ د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړلو مرکز د اصولو او کاري چلند ژمنتیا او تضمین لیک له دوی څخه ترلاسته کوي.

۵.۳ د پرکټیکې دورې د پروګرام په پیل کې د افغانستان بانک د بشري سرچینو د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړلو مرکز د دې بانک د ټولو آمریتونو/ مدیریتونو او مهمو موخو په اړه  د معلوماتو په وړاندې کولو اړ دی. او د دې پالیسۍ ټول درج شوي مواد هغوی ته رسوي.

۴. د پرکتیکې دورې موده

د پرکټیکې دورې موده د تعلیمي مؤسسې له غوښتنې سره سم او د اړوندی کړنلارې په پام کې نیولو سره چې د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړولو مرکز لخوا ترتیب او تنظیمیږي په دوه ډوله دی:

۱.۴ ۲۰ ورځې

۲.۴ ۳۰ ورځې (یو میاشت)

۵.  کاري وختونه:

د زدکړیالانو کاري موده په لاندې په دوو ډولونو وېشل کیږي چې د بانک د لازم لیدو او د اړوندو تحصیلي مؤسسو او د زدکړیالانو د اړتیا پر بنسټ په لاندې وختونو کې تنظیمیږي:

۱.۵ ۸:۰۰ - ۱۲:۰۰ له غرمې مخکې (د ورځې لومړی نیمایي)

۲.۵ ۱:۰۰ - ۴:۰۰ مازدیګر (د ورځې دویمه نیمایي)

۶. په یو وخت کې د زدکړیالانو د منلو شمېر

د افغانستان بانک زدکړیالانو ته د مناسبې روزنیزې زمینې د برابرولو او د دې بانک د کارکوونکو ورځنیو چارو په ترسره کولو کې له سکتګۍ څخه د مخنیوی په موخه په لاندې ډول زدکړیالان مني:

۱.۶ د داخلي پوهنتونونو او تعلمیي او تحصلي مؤسسو څخه تر ډېره حده پورې په کال کې ۸۰ زدکړیالان

۲.۶ د بهرنیو پوهنتونونو او تعلمیي او تحصلي مؤسسو څخه تر ډېره حده پورې په کال کې ۲۰ زدکړیالان

۳.۶ د داخلي پوهنتونونو او تعلمیي او تحصلي مؤسسو څخه تر زیاته کچه پورې په ربعه کې ۲۰ زدکړیالان

۴.۶ په یوه ربعه کې له بهرنیو زدکړیالانو څخه ډېر تر ډېره ۵ زدکړیالان

۷. تحصیلي څانګه

د افغانستان بانک د افغانستان د مرکزي بانک په توګه له بانکي قانون سره سم څانګړې دندې او مکلفیتونه لري نو له همدې کبله هغه زدکړیالانو ته چې په اختصاصي څانګو لکه اقتصاد، بشري سرچینو، مالي او محاسبه او نورو اړوندو څانګو کې یې زدکړې کړي او د پرکټیکې دورې لپاره د علمي او مسلکي مؤسسو لخوا د افغانستان بانک ته پېژندل کېږي، ورته د روزنیزې دورې د بشپړولو زمینه برابروي. خو هغه زدکړیالان چې  د افغانستان بانک د دندو، موخو او مسولیتونو په خلاف یې خپلې زدکړې ترسره کړي وي نه منل کېږي.

۸.  په زونونو کې د زدکړیالانو منل

د افغانستان بانک په اووه ګونو زونونو کې د پوهنتونونو زدکړیالانو ته روزنیزې دورې نه جوړوي.