آمریتونه

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د بیو د ټیکاو، د مالي نظام د ټنګښت او ټیکاو، د اداینو د خوندي سیستم، د اسعاري زېرمو د اغیزناکه کنټرول، د پیسو د چاپ او خپرولو په برخو کې او د پیسو د بانکدار په توګه فعالیت کوي.

د افغانستان بانک د دې کړنو د اغیزناکه ترسره کولو لپاره په خپل تشکیلاتي جوړښت کې بېلابېلې شعبې جوړې کړي، څو د بانک د بنسټیزو دندو په ترسره کولو او د بانک د موخو په ترلاسه کولو سره د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

 د ریاست د دفترعمومی آمریت  

د ریاست د دفتر عمومی آمریت، د افغانستان بانک د موخو او دندو په پلي کولو کې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. دا آمریت د بانک له شریکانو سره د اړیکو له لارې، د افغانستان بانک  سیاستونه او پالیسۍ لیږدوي او د بازار لوبغاړي له نوي اقتصادي پیښو او د پړسوب د نرخ، اقتصادي ودې او د مالي نظام د ټیکاو په اړه له وړاندوینو خبروي. نور

 د پولي سیاست لوی آمریت

د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مهمه موخه د کورنیو بیو او د ملي پیسو د ارزښت د ساتلو په موخه د هېواد د پولي سیاست او اسعاري سیاست طرح، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول دي. د توکو او خدمتونو د بیو پر وړاندې د ملي پیسو د ارزښت د ثبات له تأمنیولو پرته دې موخو ته رسیدل ناشونی ده. نور

د بانکونو د څارنې لوی آمریت

د بانکونو د څارنې لوی آمریت د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې یو له مهمو او بنسټیزو آمریتونو څخه دی چې موخه یې په ټولیزه توګه له بانکونو سره د امانت اېښودونکو د امانتونو له خوندیتوب او په بانکي نظام باندې د اړوندو قوانینو او مقرراتو له پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول دي. نور

د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت

غیر بانکي مالي مؤسسې (NBFI) هغه بنسټونه یا ادارې دي چې د بانکونو په څېر مالي خدمتونه وړاندې کوي، خو هره غیر بانکي مالي مؤسسه د خپل کاري ماهیت له مخې توپیر لري او د ټاکل شویو کړنو پر بنسټ د فعالیت ځانګړی جواز لري. غیر بانکي مالي مؤسسې چې اوس مهال په افغانستان کې فعالیت کوي او له د افغانستان بانک څخه یې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، د صرافۍ او پولي خدمتونو  شرکتونه، د بریښنایي پولي مؤسسې او د اداینو مؤسسې رانغاړي. همدارنګه، د مالي اجارې مؤسسې او د کوچنیو پورونو مالي مؤسسې هم کولای شي د اړوندو مقررې سره سم له د افغانستان بانک څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي. نور

د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت

د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت د افغانستان بانک له مهمو آمریتونو څخه دی چې په هېواد کې د اسلامي مالي نظام او په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ د ودې، پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا د ۱۳۹۷/۹/۲۸ نېټې د ۴۲ ګڼې تصویب پر بنسټ د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د اسلامي بانکوالۍ د چارو له معاونیت څخه یو خپلواک آمریت ته ارتقاء وکړه. نور

د بازارعملیات لوی آمریت

لیدلوری: د پانګې د ساتلو په موخه د اسعاري زېرمو د مدیریت د یو منظم سیستم درلودل، د اسعاري نغدینګۍ تأمینول او د افغانۍ ارزښت د ټیکاو ساتلو په موخه د مناسبې ګټې ترلاسه کول او د پولي سیاست اغېزناکه پلي کول. نور

د ټولوناظراداره

دافغانستان بانک قانون (21) ماده:دافغانستان بانک په اډانه کې د ټولو ناظر دفتر (د کورنۍ پلټنې ادارې) رامنځته کول او د ټولو ناظر ټاکل بيانوي. نور 

د مالي شخړو د حل کمېسيون پېژند پاڼه

د مالي شخړو د حل کمېسيون په افغانستان کې قضايي ادارې ته ورته یوه اداره ده چې د نړۍ د حقوقي نظامونو د منل شوو تجربو په رڼا کې د عدالت د تأمینولو په موخه جوړ شوی دی. دا کمېسيون د دولت (د افغانستان بانک) د څارنیزې ادارې په اډانه کې جوړ شوی دی چې د قانون له حکمونو سره سم خلکو ته په چټکه، اسانه او ارزانه ډول په تخنیکي برخو کې د عدالت او انصاف د تأمینولو مسوولیت په غاړه لري. نور

د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ته لنډه کتنه

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د مالي استخباراتو د واحد په حیث د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د حکمونو له مخې  په 2006 کال کې تاسیس شو. نور

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق لوی آمریت (ADPF)

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق په سوداګریزو بانکونو کې د خلکو د امانتونو د ساتنې، د بانکي ثبات د ساتنې او په هېواد کې پر بانکي نظام د خلکو د باور راجلبولو په موخه د افغانستان بانک په چوکاټ کې د لوی آمریت په توګه د پورتنیو اهدافو د تأمین په موخه تأسیس شوی دی، چې د دې موخو ترلاسه کول د باور فضا او په هېواد کې پر مالي نظام د خلکو ټولیز باور رامنځته کوي. نور

د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمریت

د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان بانک په اډانه کې رامنځته شوې ده. د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د انفرادی اشخاصو او شرکتونو اعتباري معلومات (د پور اخیستونکي د پیژندګلوۍ معلومات، د ورکړې مخینه او تضمین) راټولوي، تحلیلوي او د اعتباري راپورونو په ترڅ کې یې نورو بنسټونو ته وړاندې کوي. د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د اړتیا وړ معلومات له بیلا بیلو سرچینو لکه سوداګریزو بانکو او مالي موسساتو څخه راټولوي او د یوه منسجم رپوټ په ترڅ کې چې د پیردونکي درجه بندي هم په کې شامله وي، اړوند مراجعو ته یې وړاندې کوي.  د عامه اعتباراتو د لوی آمریت کړنې په بانکي معاملاتو کې د منقولو مالونو د رهن قانون او په بانکی معاملاتو د غیر منقولو مالونو د رهن قانون په رڼا کې پرمخ وړل کیږي. نور

د مالي او محاسبې لوی آمریت

د مالي او محاسبې لوی آمریت د افغانستان بانک قانون د نهمې مادې او یو سلو یومې مادې د درېيم جز پر بنسټ جوړ شوی او د افغانستان بانک د مالي راپورونو ترتیبول، د افغانستان بانک د بودیجې جوړول او ترتیبول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د معاشونو او امتیازونو اجراء کول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د پورونو اجراء کول، د مالي طلباتو او اداینو اجراء کول، د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو ثبت او کنټرول، د افغانستان بانک د مالي معاملو کنټرول، د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مدیریت، د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو ساتنه او د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو مدیریت یې بنسټیزې دندې دي. نور

د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت

په اوسنیو شرایطو کې یو له هغو موضوعاتو څخه چې یوې ادارې ته زیات ارزښت وربخښي، د معلوماتي تکنالوژۍ کارول دي. هېوادوالو ته د بانکونو لخوا د خدمتونو د وړاندې کولو طریقو په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. اوس مهال ډېری بانکونه پر دې پوه شوي دي چې د کیفیت لرونکي، چټک، دقیق او کم لګښته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو توانایي او کیفیت د معلوماتي تکنالوژۍ د کارولو له کچې سره تړاو لري. نور

د بشري منابع لوی آمریت

د ودي، پراختیا او پرمختګ له فکتورونو څخه یو هم بشري پانګه ده. که چېرته دا پانګه د خدمتونو په تولید او وړاندې کولو کې په اغیزناکه توګه ونډه واخلي، د ودې د پراختیا او پرمختګ بهیر لوړوي او په راتلونکو لاسته راوړنو کې مهم رول لوبولای شي. نور

د حقوقي مشاوریت دفتر

د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر په ۱۳۸۳ کال کې د حقوقي مشاوریت دفتر په نامه د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شوی دی. دا دفتر د تقنیني اسنادو د تسوید په ګډون دافغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په اړه د لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کوي. همدارنګه د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د تقنیني اسنادو همغږي کول یا تعدیلول، د افغانستان بانک حقوقي او تقنیني اړتیاوو ته ځواب ورکول، له دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې کډون ( په هغه صورت کې چې دا غونډه د دافغانستان بانک حقوقي موضوع ګانې او مسئولیتونه راونغاړي) د دې لوی آمریت له مسئولیتونو څخه دي. نور

د بانکي عملیاتو لوی آمریت

د بانکي عملیاتو لوی آمریت د دولت، دولتي او نیمه دولتي مؤسسو او سوداګریزو بانکونو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي، څلور معاونیتونه لري او لاندې بنسټیزې دندې په غاړه لري. نور

د تادیاتو لوی آمریت

د تادیاتو لوی مدیریت د سالم، خوندي، اغیزناکه، د ملي اعتماد وړ او له نړیوالو معیارونو سره برابر د ورکړې د سیستم د طرح، جوړولو او پراختیا مسئولیت په غاړه لري. نور

د نړیوال بانک د تمویل پروژو لوی آمریت

د دې پروژې موخه، د بانکي قوانینو او د بانکي څارنې په چارو کې د کاري ظرفیت پیاوړتیا او په مالي سکتور کې د سمونونو لپاره د مالي ادارو د جوړیدو له لارې بانکي رسمي خدمتونو ته لاسرسۍ ده. نور

د خدمتونو لوی آمريت

د خدمتونو د لوی آمریت دندې پر وخت او معیاري خدمتونو لکه (ښه کاري چاپېريال، اثاثیې، برېښنا، ټرانسپورټ، د نغدو پیسو لېږد، د سفر تیکټونه، د کارکوونکو د سالمو خوړو برابرول، املاک، حفظ او مراقبت، د نویو ودانيو جوړول او د ټولو ودانيو د رغولو )د خدمتونو وړاندې کول دي. نور

د دعوت او ارشاد لوی آمریت

د دعوت او ارشاد لوی آمریت د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۶/۱۴ نېټې د (۱۹) مې ګڼې د لومړي او دوهم بند پرېکړې پر بنسټ او د افغانستان بانک د عامل پلاوي د ۳۰/۱۱/۱۴۰۰ نېتې د (۱۴۶) مې ګڼې د تصویب پر بنسټ د افغانستان بانک د کار کوونکو د دیني زده کړو او دیني پوهي د کچې د لوړولو په موخه د افغانستان بانک د تشکیلاتو په چو کاټ کې جوړ شوی دی. نور

د مالي خدمتونو د پراختیا  لوی آمریت

مالي خدماتو ته لاسرسی د بشري ټولنې یو اساسی اړتیا ده. څیړنې ښیي چې دمالي خدمتونو پراختیا په هیواد کی د لویو اقتصادي (Macroeconomic)  پالیسو د اهدافو په ترلاسه کولو، لکه ټول شموله اقتصادي وده، د فقر کمول، د عایداتو د نابرابرۍ کمول اودرفاه رامنځ ته کول کې مهم رول لوبوي. د مالي پراختیا د اهمیت لپاره، نړیوالو سازمانونو لکه نړیوال بانک (World Bank) او نړیوالی مالی صندوق (IMF) د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک یو ځانګړې آمریت په ۱۳۹۵ کال د جوزا په میاشت کې جوړ کړ تر څو دمالي خدمتونو دپراختیا او زیاتوالي لپاره منظم قانونی چارچوب جوړ کری. نور

د  تدارکاتو آمریت

د تدارکاتو لوی آمریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامه تدارکاتو له قانون سره سم د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲ نېټه د افغانستان بانک په اډانه کې د یو جلا ډیپارټمنټ په توګه تأسیس شو. د تدارکاتو لوی آمریت د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي او د قراردادونو د اړوندو فعالیتونو د اداره کولو مسئولیت په غاړه لري. د دې آمریت موخه په د افغانستان بانک کې د ټولو تدارکاتي او د قراردادونو د مدیریت د اړوندو فعالیتونو لپاره د اړیکې د یو واحد مرکز جوړول دی. نور

 د خطرونو او د قانون رعایتولو لوی آمريت

د خطرونو او د قانون رعایتولو لوی آمريت په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې د اړتیا پر بنسټ جوړ شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې د بېړنۍ اړتیا پر بنسټ د قوانینو او مقررو د پلي کېدو (Compliance) برخه هم پرانېستل شوه چې مسوولیت یې همدې آمريت ته وسپارل شو. نور

د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت

د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت د افغانستان د برېښنايي اداینو د ملي سویچ او د افغانستان بانک د یو آمریت په توګه کار کوي او د نوي برېښنايي اداینو او ګرځنده موبایل له لارې د اداینو چې د پرچونې بانکوالۍ خدمتونو ته پراختیا ورکوي او د خدمتونو پر وړاندې کولو سره د افغانستان د پرچونې بانکوالۍ د بازار په پرمختګ او عصري کولو کې مهم رول لوبوي. نور