د ریاست د دفتر لوی آمریت

دندې او مسئولیتونه:

د ریاست د دفتر لوی آمریت د افغانستان بانک د موخو او دندو په پلي کولو کې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. دا آمریت د بانک له شریکانو سره د اړیکو له لارې، د افغانستان بانک سیاستونه او تګلارې لیږدوي او له نویو اقتصادي پېښو او د انفلاسیون د نرخ له وړاند وینې، اقتصادي ودې او د مالي نظام له ټیکاو څخه د بازار لوبغاړي خبروي.

 د افغانستان بانک د سندونو طی مراحل او آرشیف هم د دې آمریت له دندو څخه شمېرل کېږي.

جوړښت:

د ریاست د دفتر لوی آمریت په خپل جوړښت کې څلور ( د عامه اړیکو او خپرونو،  اداري او اجرائیوي، د همغږۍ او د تمویلي پروژو د مدیریت مرستیالیتونه لري چې هر یو یې تر خپل لاس لاندې مدیریتونه رهبري کوي.

1 .  د عامه اړیکو او خپرونو مرستیالیت:

له شریکانو سره د افغانستان بانک د خپرنیزو او ارتباطي چارو اداره کول، د افغانستان بانک د عامه اړیکو لپاره د طرحې، پلان او پروګرام جوړول، د افغانستان بانک د لویو سیاستونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول او د خلکو خبرول، د بیو د ټیکاو او د یو ټینګ مالي سکتور د رامنځته کولو په برخه کې د مرکزي بانک د مقررو، قوانینو او تګلارو په اړه د عامه پوهاوي لپاره هڅې، له نورو ادارو سره د بانک د اړیکو ټینګول، د افغانستان بانک د تبلیغ، موخو، دندو او بنسټیزو ارزښتونو لپاره د طرحې، پلان او پروګرام جوړول، د افغانستان بانک د خپرنیزو او ارتباطي چارو د اړوندو مضامینو لیکل او ایډیټول او د افغانستان بانک له شریکانو سره دوامداره اړیکې د دې مرستیالیت له دندو څخه ګڼل کیږي. د رسنیو د اړیکو، خپرونو، عامه پوهاوي، ژباړې بورډ د بهرنیو اړیکو مدیریتونه د دې مرستیالیت تر کنټرول لاندې کار کوي.

د رسنیو د اړیکو مدیریت:

د اړیکو د برخې د کړنو او کارونو څارنه، د بانک له شریکانو سره د دوامداره اړیکو رامنځته کول، د افغانستان بانک د لاسته راوړنو په اړه د خبرونو او معلوماتو خپرول، د افغانستان بانک د داخلي او بهرنۍ وېبپاڼې د مطالبو او منځپانګې څارل او نوي کول، د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په برخه کې د خلکو د نظرونو او نیوکو لېږدول او د ارتباطي چینلونو لکه فیسبوک، تویټر او یوټیوب له لارې د مرکزي بانک د سیاستونو، موخو، دندو او محوري ارزښتونو لیږدول، هغه کړنې دي چې دا مدیریت یې په غاړه لري.

د خپرونو مدیریت:

د خپرونو مدیریت د افغانستان بانک د خپرونو د یوازینۍ مرجع په توګه فعالیت کوي، دا مدیریت د بېلا بېلو خپرېدونکو ابزارونو لکه: میاشتنۍ مجله، کلنی راپور، انځوریزو رسالو او نورو خپرېدونکو موادو له لارې د افغانستان بانک د کړنو، سیاستونو، موخو، دندو او د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د خپرولو مسئولیت پر غاړه لري.

د ژباړې بورډ:

د ژباړې بورډ له انګلیسي ژبې څخه رسمي ژبو (دري او پښتو) او برعکس ته د مطالبو او اړینو مواردو د ژباړلو، د خپرونو او عامه پوهاوي لپاره د افغانستان بانک د سندونو او داسې نورو موادو چې د افغانستان بانک د مهمو موخو او بنسټیزو دندو لپاره لازم او اړین دي، د ژباړلو، له انګلیسي ژبې څخه دري او پښتو او له دري او پښتو ژبې څخه انګلیسي ته د خپرونو د برخې د اړوندو سندونو او مطالبو د ژباړلو ترڅنګ د قوانینو، مقررو، تګلارو، پوښتنلیکونو او د افغانستان بانک د نورو شعبو د اړوندو سندونو او مکتوبونو د ژباړلو مسئولیت پر غاړه لري.

د عامه پوهاوي مدیریت:

دا مدیریت هڅه کوي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو لکه ورکشاپونو، ښوونیزو پروګرامونو، سیمینارونو، اعلانونو او تنویري پیغامونو او داسې نورو له لارې د بانک عمومي سیاستونه د ټولنې ډېرو خلکو ته ورسوي.

د بهرنیو اړیکو مدیریت:

د ریاست د دفتر لوی آمریت د بهرنیو اړیکو مدیریت له نړیوالو ادارو، بانکونو، سازمانونو او له بېلابېلو هېوادونو سره د بانک د رسمي همکاریو او تعاملونو اړوند د هغو کړنو د ترسره کولو او همغږیو د درلودلو مسئولیت په غاړه لري چې د نورو آمریتونو بنسټیزې دندې نه وي. دا کړنې له بهرنیو ادارو سره د رسمي چارو پر مخ وړل، د معلوماتو شریکول، د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي د نړېوالو سفرونو، غونډو، د رسمي مکتوبونو او برېښنایي اړیکو همغږي کول او د غونډو د پایلو تعقیبول او د بهرنیو ادارو له استازو سره خبرې اترې رانغاړي.

. 2 اداري او اجرائیوي مرستیالیت:

د بانک د سندونو او آرشیف د چارو د پر مخ وړلو څارنه، د افغانستان بانک د شعبو لپاره د سندونو د وړاندې کولو د آسانتیاوو برابرول، د افغانستان بانک د شعبو د کړنو ثبتول او له شریکانو سره د بانک د ټولو کورنیو او بهرنیو سندونو طی مراحل، د عامل پلاوي د تصویبونو د ثبت او صدور څارنه او ارزونه، د عامل پلاوي د حکمونو ثبتول، د افغانستان بانک د کارکوونکو او د نورو بانکونو د بهرنیو کارکوونکو د ویزو او پاسپورټونو طی مراحل، د نورو ادارو رسمي لیکونو او پوښتنپاڼو ته ځواب ورکول، د افغانستان بانک له شریکانو سره د دوامداره اړیکو ټینګول، نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د افغانستان بانک د لېږل شویو مهمو سندونو څارل او تعقیبول د دې مرستیالیت دندې دي. د دي مرستیالیت په اډانه کې د آرشیف، اسنادو، توحید او راپور ورکونې او اجرائیه مدیریتونه فعالیت کوي.

اجرائیه مدیریت :

دا مدیریت د اداري چارو لکه د وړاندیزونو لیکلو، د وړاندیزونو او احکامو ثبتولو، د مکتوبونو استولو او ترلاسه کولو، پوښتنپاڼو او د بانک نورو شعبو ته د عامل پلاوي د تصویبونو د لیږلو مسئولیت لري.

آرشیف:

د ارشیف مدیریت ټول هغه سندونه او مدارک د مرکزي بانک په سیستم کې ثبتوي او د سند په توګه د هغې یوه کاپي له ځان سره ساتي.

 اسناد:

دا د هغو سندونو د ثبت مدیریت دی چې له بهر څخه د افغانستان بانک ته د رسمي چارو د معلوماتو، توضیحاتو او تطبیق لپاره لیږل کیږي او د افغانستان بانک ټول هغه رسمي سندونه چې له بانک څخه بهر بېلابېلو دولتي، خصوصي او بهرنیو دفترونو ته د عامل پلاوي (د ټولو رئیس، لومړي مرستیال او دویم مرستیال) د یو غړي له لاسلیک وروسته لیږل کیږي او د ټولو هغو سندونو د واردې اخیستلو چې د افغانستان بانک د آمریتونو او یا بهرنیو ادارو څخه راځې او د دی برعکس د ثبت دنده پر غاړه لري.

توحید او راپور ورکونه:

د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو د راپور یو ځای کول او د چارو له ادارې سره یې شریکول، د افغانستان بانک د ټولو آمریتونو د کاري پلانونو او راپورونو راټولول او وروستي کول، تر څو د بانک د رهبرۍ پلاوي تر نظر لاندې ونیول شي او د لارښوونې وروسته د راپورونو ترتیبول او سکن کول، اړوندو برخو ته د سندونو لیږل او د کابینې د تصویبونو د پلي کېدو تعقیبول د دې مدیریت دندې رانغاړي.

 . 3د همغږۍ مرستیالیت:

دا مرستیالیت د زونونو د چارو د تنظیمولو او پر خپل وخت د زونونو او ولایتي نمایندګیو ستونزو ته د رسېدنې په موخه جوړ شوی دی چې د افغانستان بانک له اوو ګونو زونونو او ولایتي او سرحدي نمایندګیو سره په اړیکه کې دی او د اوو واړو زونونو د آمریتونو ترمنځ یو ارتباطي پل دی، چې وخت په وخت د ټولو ورځنیو چارو، اړتیاوو، بشري سرچینو، وړاندیزونو، رسمي لیکونو او نورو اداري چارو ترسره کول او طی مراحل تعقیبوي او همدا ډول د افغانستان بانک د کارکوونکو او نورو بانکونو د بهرنیو کارکوونکو د ویزو او پاسپورتونو طی مراحل ترسره کوي.

د پروتوکول مدیریت او د همغږۍ مدیریت د دې مرستیالیت تر څار لاندې فعالیت کوي.

د پروتوکول مدیریت:

د ریاست د دفتر لوی آمریت د پروتوکول مدیریت د عالي شورا، عامل پلاوي غړو او د افغانستان بانک نورو کارکوونکو ته د پاسپورت، ویزې اخیستلو او په نورو تشریفاتي مسایلو کې د آسانتیاوو د برابرولو مسوولیت پر غاړه لري.

د همغږۍ مدیریت:

له اړوندو برخو څخه د کاري راپورونو ترلاسه کول، د افغانستان د اوو ګونو زونونو او د هغو تر څار لاندې نمایندګیو ترمنځ د همغږي رامنځ ته کول، د مرکز له شعبو سره د زونونو د رسمی لیکونو، وړاندیزونو تعقیبول او د کاري اجرااتو په تړاو اړوندو زونونو ته دوباره ډاډ ورکول، د دندو په محدوده کې د افغانستان بانک د عامل پلاوي د لارښوونو او تصویبونو پلي کول، د برېښنالیک له لارې له زونونو څخه مرکز ته او برعکس له مرکز څخه زونونو ته د ټولو رسمي مکتوبونو او وړاندیزونو ترلاسه کول، د افغانستان بانک د زونونو لپاره د کاري آسانتیاوو رامنځته کول او د ریاست قدرمن مقام ته د اوو ګونو زونونو د کاري کړنو د راپورونو ورکول، د دې مدیریت دندې دي.

 . 4 د تمویلي پروژو د اداره کولو مرستیالیت:

دا مرستیالیت د ریاست د دفتر لوی آمریت په تشکیلاتي اډانه کې زیات شوی دی او د افغانستان بانک د پرمختیايي پروژو  هغه کړنې چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي،  پلي کوي  او د درېیو ارګانونو (مالیې وزارت، نړیوال بانک او  ملي تدارکاتو ادارې) تر منځ د پروژو په برخه کې د همغږي کوونکي په توګه فعالیت کوي.

د تمویلي پروژو اداري مرستیالیت، د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت په اډانه کې فعالیت کوي او د افغانستان بانک د قانون او د بانکوالۍ قانون په رڼا کې اړوند واکونه لري او د افغانستان بانک د قانوني واکونو پر بنسټ عمل کوي.

عملیاتي ارشد مدیریت، د مالي چارو مدیریت، د عملیاتي چارو مدیریت او اداري او اجرائیوي ارشد  کارکونکی د دې مرستیالیت تر څار لاندې  فعالیت کوي.