د پولي سیاست تطبیقول

د پولي سیاست د آمریت عملیاتي موخه

پولي سیاست د دې اډانې پر بنسټ، د افغانستان بانک له پولي زېرمو (RM) څخه د نقدینه ګۍ د اصلي شاخص په توګه له ۲۰۱۰ کال راپدېخوا کار اخلي او د خپل کره مبلغ د اټکل شوې ودې د نرخ، د انفلاسیون د کلنۍ نرخ د اټکل اوسط او د افغانۍ لپاره په ټولیزه تقاضا کې د بدلونونو پر بنسټ د کال په اوږدو کې پلان جوړوی. په هېواد کې د بانکي نظام د پراختیا او د پیسو په جوړښت کې د هغه د رول او همدا ډول د اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره د افغانستان بانک پولي زېرمې (RM) د عمده عملیاتي هدف په توګه ټاکلي دي، حال دا چې په ګردښت کې پیسې یې د ضمني هدف په توګه ټاکلي دي.

د دې عملیاتي هدف د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان بانک په ټولیزه توګه د ازاد بازار له عملیاتو څخه کار اخلي څو د پولي بازار سیالیت مدیریت کړي. که چېرې په بازار کې زیاته نقدینه ګۍ شتون ولري، د افغانستان بانک د نقدینه ګۍ د ډېریدنې ستونزه د پولي سیاست د ابزارونو په کارونې سره، حلوي. د افغانستان بانک اسعاري لیلامونه په اوونیزه توګه په لاره اچوي څو خپلې اسعاري زېرمې د پولي خدمتونو پر وړاندې کوونکي وپلوري او همدا ډول د پانګه ایزو پاڼو لیلام په سوداګریزو بانکونو باندې د دې پاڼو د پلور په موخه چې معمولاً د معاملې د سر رسیدو د نېټې د ورته پاڼو د پیرلو له هوکړې سره یو ځای وي، اجراء کیږي. برعکس، که چیرې په نظام کې د نقدینه ګۍ کموالی شتون ولري، د افغانستان بانک د ازاد بازار د عملیاتو له لارې افغانۍ په هغه کې تزریق کوي.