زون/نمایندګی

د هېواد مالي نظام په تېرو دیارلسو کلونو کې او د بدلون او پرمختګ له رامنځه ته کیدو وروسته په ټولو برخو کې د بنسټیزو لاسته راوړنو او بدلونونو شاهد ؤ. د افغانستان بانک د بانکي نظام د ښه والي د بهیر د دوام په لړ کې او هم د هېواد د مالي نظام د چارو د انسجام لپاره په ولایتونو کې خپل ولایتي دفترونه په نړیوالو پیژندل شویو معیارونو سره عیار او د لا ښه او زیات انسجام په موخه یې اووګونې زونونه جوړ کړی چې په همدې بنسټ د افغانستان بانک د نورو لویو آمریتونو او مدیریتونو په څیر د بانکي خدمتونو د ترسره کولو او وړاندې کولو لپاره د افغانستان بانک د تشکیل په اډانه کې په ۱۳۸۴ کال کې د اووګونو زونونو آمریتونه جوړ شوي. دا زونونه هر یو په ولایتونو کې نمایندګۍ او په بیلا بېلو ساحو کې یو شمېر غرفې لري چې دا نمایندګۍ اړ دي څو خپل ورځیني، اونیزه او میاشتني راپورونه خپلو اړوندو زونونو ته وړاندې کړي.

د مرکز زون عمومي آمریت:  شپږ ولایتي نمایندګۍ، اووه ښاري نمایندګۍ او یو غرفه د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې لري.

(۱) د لوګر د بانک نمایندګۍ، (۲)د پنجشیر د بانک نمایندګۍ، (۳) د بامیان د بانک نمایندګۍ، (۴) د کاپیسا د بانک نمایندګۍ، (۵) د پروان د بانک نمایندګۍ، (۶) د میدان وردک د بانک نمایندګۍ، (۷) لمړی ښاری څانګه، (۸) دویمه ښاری څانګه، (۹)دریمه ښاری څانګه، (۱۰)څلورمه ښاری څانګه، (۱۱) پنځمه ښاری څانګه، (۱۲) شپږمه ښاری څانګه، (۱۳) اوومه ښاری څانګه، (۱۴) او د کابل په هوایی ډګر کې یوه غرفه.

دلویدیځ زون عمومي آمریت: اووه ولایتي نمایندګۍ، یو ښاري نمایندګي او یو غرفه لري.

(۱)  د هرات د بانک نمایندګۍ، (۲) د نیمروز د بانک نمایندګۍ، (۳) د فراه د بانک نمایندګۍ، (۴) د  بادغیس د بانک نمایندګۍ، (۵) د غور د بانک نمایندګۍ،(۶) د اسلام قلعه د بانک نمایندګۍ، (۷) د تور غنډۍ د بانک نمایندګۍ،(۸) د هرات ښاري څانګه، (۹) د نیمروز د بانک غرفه.

د جنوب لویدیځ زون عمومي آمریت: شپږ ولایتي نمایندګۍ او یو ښاري څانګه کندهار لري.

(۱) د کندهار د بانک نمایندګۍ، (۲) د اروزګان د بانک نمایندګۍ، (۳) د هلمند د بانک نمایندګۍ، (۴) د زابل د بانک نمایندګۍ، (۵) د دایکندي د بانک نمایندګۍ، (۶) د سپین بولدک د بانک نمایندګۍ، (۷) د کندهار ښاري څانګه.

د ختیځ زون عمومي آمریت: پنځه ولایتي نمایندګۍ او یو ښاري غرفه لري.

(۱) د جلال اباد د بانک نمایندګ، (۲) د لغمان د بانک نمایندګۍ، (۳) د کنړ د بانک نمایندګۍ، (۴) د نورستان د بانک نمایندګۍ، (۵) د تورخم د بانک نمایندګۍ،(۶) د ښاري غرفې څانګه.

د جنوب خټیځ زون عمومي آمریت: اوه نمایندګۍ لري.

(۱) د ګردیز د بانک نمایندګۍ، (۲)خوست د بانک نمایندګۍ، (۳) د غزني د بانک نمایندګۍ، (۴) د پکتیکا د بانک نمایندګۍ، (۵) ډنډی پټان نمایندګۍ د پکتیکا ولایت، (۶)  غلام خان نمایندگی د خوست ولایت، (۷) ارگون نمایندگی د پکتیکا ولایت په ارگو والسوالی.

د شمال خټیځ  زون عمومي آمریت: څلور ولایتي نمایندګي او یو غرفه په شیر خان بندر کې لري.

(۱) د کندز د بانک نمایندګۍ، (۲) د پلخمري د بانک نمایندګۍ، (۳) د بدخشان د بانک نمایندګۍ، (۴) د تخار د بانک نمایندګۍ، (۵) د شیر خان بندر د بانک نمایندګۍ.

د شمال زون عمومي آمریت: پنځه ولایتي نمایندګۍ او دوه غرفه په حیرتان او آقینه کې لري.

(۱) د مزار شریف د بانک نمایندګۍ، (۲) د میمنې د بانک نمایندګۍ، (۳) د شبرغان د بانک نمایندګۍ، (۴) د سرپل د بانک نمایندګۍ،  (۵) د سمنګان د بانک نمایندګۍ، (۶) د حیرتان د بانک نمایندګۍ، (۷)د آقینې د بانک نمایندګۍ.