د پولي سیاست اډانه
د پولي سیاست موخې:
د افغانستان بانک د قانون (۲۰۰۳) کال سریزه د دې بانک موخې په لاندې ډول وړاندې کوي:
۲.۱ د افغانستان بانک لومړنۍ موخه د کورنیو بیو د ثبات تأمنیول او ساتل دي.
۲.۲ د افغانستان بانک نورې موخې چې د دې بانک د لومړنۍ او اصلي موخې تابع دي، له سیالیت (نقدینه ګۍ)، د پورونو د ورکړې له قابلیت، د بازار پر اقتصاد د ولاړ ثابت مالي سیستم له اغیزناکه فعالیت څخه ملاتړ او د ورکړې د خوندي، سالم او اغیزمن ملي سیستم له پیاوړتیا څخه عبارت دي.
د افغانستان بانک د خپل لومړنۍ موخې په پام کې نیولو سره، د دولت د کلي اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي او دوامداره اقتصادي وده پیاوړې کوي.
د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو د نقدینه ګۍ د حجم د کنټرولولو له لارې د پولي ټیکاو په ترلاسه کولو تمرکز کوي. په ورته وخت کې، د افغانستان بانک هڅه کوي څو له مالي ټیکاو په ځانګړې توګه د افغانستان د بانکي او مالي نظام له رڼو کړنو حخه ډاډ ترلاسه کړي.