Events menu
خبروروستي خبرونه
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال هم دی ترسره شوه. په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکتور د وضعیت، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د برېښنایي بانکوالۍ د ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراخولو په اړه هر اړخیزې پرېکړې او بحثونه. . .
د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو. د دغه هوکړهلیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .
