د افغانستان بانک لوګو

د افغانستان بانک لوګو په دوو دایرو کې طرحه شوې ده. په لومړی دایره کې د افغانستان بانک نوم چې د دایرې یو پر دریمه برخه رانغاړي، د پرانیستلو له کال ۱۳۱۸ هجري لمریز (۱۳۳۹زیږدیز) سره د دایرې په دواړو ښي او کین اړخونو کې درج شوی دی. د دایرې په لاندنۍ برخه کې د غوايي دوه وتلي ښکرونه چې په لرغونو زمانو کې د پیسو د ساتلو د څرنګوالي ښکاروندوي کوي، شتون لري.

DAB logo

په دویمه دایره کې چې د لومړۍ دایرې په منځ کې واقع ده، د لرغوني تاریخي سکې یو مخ ځای شوی دی. دا سکه د لرغونې باختر (اوسني بلخ) په ځمکه کې پیدا شوې ده او د ایکراتیدیس د واکمنۍ پر مهال په لرغوني افغانستان کې د چلند وړ وه.

د افغانستان د ملي موزیم د ادارې د معلوماتو پر بنسټ دا سکې د زال له قلعه څخه ترلاسه شوې دي چې یوه ډېره بډایه تاریخي کلتوري ریښه لري او دا په ډاګه کوي چې په ډېرو لرغونو زمانو کې ( له دوه زره کاله مخکې)  هم په دې خاوره کې پولي نظام واکمن او مسکوکات د مبادلاتو په جریان کې په ګردښت کې ؤ.

دا سکه په دوو اسونو د دوو سپرو اشخاصو په لاسونو کې د دوه نیزو درلودل په ګوته کوي چې مخ پر وړاندې درومي، نیزې په لاس په دوه اسونو سپاره، د Kastor او Pollux په نومونو دوه ورونه له مخروطي بڼې لرونکو خولیو او په دوو اسونو د سپرو په خولیو باندې دوه ستوري شتون لري چې د میترایزم، ګمان کیږي لرغوني اريائیان وي، ښکارندوي کوي؛ په هغه باندې د Eukratides کلمه چې د “ ستر شاه” مفهوم ورکوي، ځای پر ځای شوې ده. هغه سکه چې په لوګو کې ځای پر ځای شوې، د سپینو زرو سکه ده او له ۱۳۵۸ کال څخه د مرکزي بانک په لوګو کې چې د باختريانو او یونانيانو ګډ کلتور ښکاره کوي، پیژندل شوې ده؛ د لیک ډول یې هم پرمختللی آرمي لیک دی چې د باختر د ځمکې په ځینو برخو کې د کوشانیانو او ساسانیانو د نفوذ په دوره کې رسم شوې او په یوناني ژبه دی.