د افغانستان بانک تاریخچه

د افغانستان بانک، د وزیرانو شورا د ۱۳۱۸/۲/۳ نېټې د ۱۵۲ ګڼې تصویب، د ملی شورا د ۱۳۱۸/۶/۱۹ نېټې د ۱۱ ګڼې تصویب، د اعیانو مجلس د ۱۳۱۸/۶/۱۲ نېټې تصویب او د ۱۳۱۸/۱۱/۱۷ نېټې د ۵۲۸۰/۱۳۱۷ د شاهانه حضور د منظورۍ پر بنسټ د (۱۲۰۰۰۰۰۰۰) یو سلو شل میلیونو افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودلو سره د هېواد په پلازمینه کابل ښار کې پرانیستل شو چې د هېواد دننه او بهر یې له لازمو واکونو او دندو سره کولای شول خپلې نمایندګۍ او څانګې (فروعات) تأسیس او سکتوري بانکونه انتخاب کړي.

نور دلته

DAB

لیدلوری

د افغانستان بانک لیدلوری، د هغه پولي ادارې لیدلوری دی چې نړیواله آزمایل شوې غوره طریقې او کړنلارې د بیو ټیکاو او د سالم مالي سیستم د پیاوړتیا لپاره کاروي چې موخه یې د هېواد د لوی اقتصاد د ټیکاو ساتل، د خصوصي سکتور پراختیا او هر اړخیزې اقتصادي وده ګڼل کیږي.

ماموریت

د بیو ټیکاو ساتل او د یو پیاوړي مالي سیستم جوړول، د افغانستان بانک ماموریت ګنل کيږي.

موخې

د افغانستان بانک بنسټیزه موخه د کورنیو بیو د ټیکاو تأمینول او ساتل دي، نورې موخې چې د هغې د لومړنۍ موخې تابع دي، له سیالیت (نقدینه ګۍ)، د پورونو د ورکړې له قابلیت، د بازار پر اقتصاد د ولاړ ثابت مالي سیستم له اغېزناکه فعالیت څخه ملاتړ او د ورکړې د خوندي، سالم او اغېزناک ملي سیستم له پیاوړتیا څخه عبارت دي. د افغانستان بانک د خپلې لومړنۍ موخې په پام کې نیولو سره، د دولت د عمومي اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي او دوامداره اقتصادي وده پیاوړې کوي.

اصلي دندې

د افغانستان بانک اصلي دندې عبارت دي له:

)۱(  د افغانستان د پولي سیاست طرح کول، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول؛ (۲) د افغانستان د اسعاري سیاست او اسعاري ترتیباتو طرح کول، ترلاسو لاندې نيول، اجراء کول او د افغانستان د اسعارو د رسمي زېرمو ساتل او اداره کول؛ (۳) د افغانستان د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول؛ (۴) د دولت د بانکوال او د مالی سلاکار او استازي په توګه د دندو ترسره کول؛ (۵) د جواز صادرول یا ثبتول او د بانکونو، د اسعارو صرافانو، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو، د ورکړې د سیستم پر مجریانو، د بیه لرونکو سندونو د خدمتونو د وړاندې کوونکو، د بیه لرونکو سندونو د لېږد سیستم د مجریانو او نورو هغو اشخاصو د چارو تنظیمول او څارل چې د افغانستان بانک کولای شي د قانون له حکمونو سره سم د هغوی څارنه وکړي؛ (۶) د هغو بیه لرونکو سندونو د ورکړې او لېږد لپاره د اغېزناک او سالم سیستم جوړول، ساتل او پراختیا ورکول چې د دولت یا د افغانستان بانک لخوا صادر شوي وي او د اداینیزو معاملو او هغو معاملو چې په دې ډول بیه لرونکو سندونو کې صورت مومي، د حسابونه تصفیه او تسویه کول.

د ستراتیژیک پلان اوه رکنونه

د افغانستان بانک ستراتیژیک پلان له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې موده رانغاړي چې د افغانستان بانک د کړنو لپاره یوه ښه طرحه او تګلاره ده. د دې ستراتیژیک پلان اصلونه د افغانستان بانک د لومړني ستراتیژیک پلان په دوام کې جوړ شوي دي او د نوي سترایژیک پلان منځپانګه په راتلونکي کې د افغانستان بانک لومړیتوبونه او کړنې رانغاړي. همدا ډول له دې ستراتیژیک اصلونو څخه به په راتلونکو څلورو کلونو کې د کړنو د ښه کېدو او د سرچینو د اغېزناکه کارونې په موخه چې د لاندې رکنونو پر بنسټ ولاړه ده، کار واخیستل شي.

لومری ستراتیژیک اصل:

د اقتصادي ودې او ټیکاو دملاتړ په موخه دپولي سیاست د اغیزې پیاوړتیا؛

 

پنځم ستراتیژیک اصل:

د اداري اغیزنا کۍ زیاتول او ساتل او د اصلي کړنو او د اداري او عملیاتي میکانیزمونو د لوړولو له دوام څخه ډاډ ترلاسه کول؛

 

 

دویم ستراتیژیک اصل:

د مالي نظام دټیکاو د تأمینولو او د هېواد په بانکي سیستم باندې د خلکو د باور د زیاتېدو په موخه د حقوقی، مقرراتي او څارنیزو بیخبنسټونو او اډانې ټینګښت؛

شپږم ستراتیژیک اصل:

د فزیکي بېخبنسټونو پراختیا او د معلوماتي او ارتباطي تکنالوژۍ د بېخبنسټونو او سیستمونو لوړول او د امنیت ټینګښت؛

درېیم ستراتیژیک اصل:

د مالي خدمتونو پراختیا چې له مخې یې د افغانستان بانک پرېکړه کړې ده تر څو د محصولاتو او مالي خدمتونو په متنوع والي او همدا ډول له مالي خدمتونو څخه بې برخو ډلو لکه؛ کورنۍ او کوچني او منځني شرکتونو په پام کې نیولو سره نوي بازارونه جوړ؛ مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي اسانه او د عصري بانکي خدمتونو ډولونه پراخه کړي؛

 

 

اووم ستراتیژیک اصل:

د اغېزناکۍ د زیاتېدو او د کارکوونکو د ودې لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د بشری سرچینو د مدیریت د سیستم ښه والی.

څلورم ستراتیژیک اصل:

د ورکړی د نظام د خوندیتوب او اغېزناکۍ ټینګښت او د ورکړې په سیستم کې د احتمالي خطرونو دمخنیوۍ او کنټرول او د بیه لرونکو پاڼو لپاره د مرکزی سیستم جوړول؛

بنسټیز او محوري ارزښتونه

بنسټیز ارزښتونه د افغانستان بانک د اجرااتو بنسټ جوړوي. دا ارزښتونه د افغانستان بانک د پېژندولو او د حرکت او بهیر لاره منعکسوي. د افغانستان بانک ټول کارکوونکي اړ دي، تر څو د هرې دندي په ترسره کولو کې د بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه په پام کې ونیسي. د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه په لاندي ډول دي:

د عامه خلکو د ګټو لپاره د خدمت ژمنه: د افغانستان بانک د عامه اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی؛

د اړوندو مراجعو د ګټو په پام کې نیول: د افغانستان بانک به وویاړي چې د حکومت (چې د افغانستان بانک یې د پولي استازي په توګه کار کوي) په ګډون اړوندو مراجعو ته تر ټولو ښه خدمتونه وړاندې کوي؛

اخلاق او ریښتینوالی: د افغانستان بانک په خپلو ټولو کړنو کې د مسلکي اخلاقو او ریښتینوالۍ رعایتولو ته ژمن دی؛

 

روڼتیا: د افغانستان بانک د روڼتیا او حساب ورکونې تأمینولو ته ژمن دی او د خلکو لخوا د خپلو ټولو کړنو څارنې ته ښه راغلاست واي؛

بیلګه ایزه رهبري: د افغانستان بانک ژمن دی تر څو په  اداري او انفرادي کچه د غوره کړنو په ترسره کولو سره خپل مقام د بېلګې په توګه تثبیت کړي؛

 

ډله ایز کار: د افغانستان بانک ژمن دی تر څو د ټولو اداري واحدونو ترمنځ د ډله ایز کار فرهنګ دود کړي؛

مساوات او عدالت: د افغانستان بانک له خپلو مشتریانو، کارکوونکو او نورو شریکانو سره د منصفانه چلند د رعایتولو اصل ته ژمن دی چې دا چاره د جنسیت په اړه حساسیت او د یو مناسب کاري چاپیریال را منځته کول هم رانغاړي.

محرمیت: د افغانستان بانک د خپلو ټولو مشتریانو، کارکوونکو او له نورو شریکانو سره په ټولو چارو (اړیکو او معاملو) کې د محرمیت ساتلو ته ژمن دی.

د افغانستان بانک تشکیلاتی چارت