بانکنوټونه او سکې
د مسکوکاتو او بانکنوټونو له پیدایښت څخه مخکې ټولې معاملې او راکړې او ورکړې د جنس په وسیله تر سره کیدلې چې د جنس په جنس یا بارتر مبادله نومېده. له هغه ځایه چې د جنس په جنس (بارتر) مبادله له زیاتو ستونزو سره مخ وه او د محصولاتو د تنوع، پر مختګونو او نویو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره د عامه خلکو د اړتیاوو تأمینوونکې نه وه، قیمتي فلزاتو لکه مسو، سپینو او سرو زرو د مبادلې د وسیلې په توګه په راکړې او ورکړې کې لاره پیدا کړه او د مبادلې بهیر یې لا آسانه او اغېزناکه کړ. دې بهیر د بېلابېلو مسکوکاتو په ضربولو او د بانکنوټونو په چاپولو او خپرولو سره دوام موندلی چې اوس مهال له مالي پرمختللو محصولاتو سره یو ځای یې د مبادلې بهیر له بل هر وخت څخه ګړندی کړی دی.
په افغانستان کې؛ معاملې او راکړې او ورکړې د جنس په جنس (بارتر) مبادلې له لارې پیل شوې او په بیلا بیلو دورو کې له مختلفو مسکوکاتو څخه په معاملاتو کې ګټه اخیستل شوې ده. له دې سکو څخه یو شمېر د افغانستان له پولو بهر او یو شمېر هم د هېواد دننه ضرب شوي دي. هخامنشیان، یونان او باختري، ساکانو، کوشانیانو، کیداریانو، ساسانیانو، د اسلام ظهور، غزنویانو، سلجوقیانو، غوریانو، احمد شاه ابدالي، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، غازي امان الله خان، حبیب الله کلکاني، محمد نادر خان، محمد ظاهر شاه، محمد داوود خان، د خلق دموکراتیک ګوند، د افغانستان اسلامی دولت، د افغانستان اسلامی جمهوریت د دورو سکې د هغو سکو له ډلې څخه دي چې د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د راکړې او ورکړې لپاره کارول شوي دي.

په افغانستان کې بانکنوټونو د لومړي ځل لپاره د اعلیحضرت امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې د مسکوکاتو تر څنګ په راګړه او ورکړه او معاملو کې لار پیدا کړه. په 1298 ه ل کال کې د افغانستان لومړنۍ بانکنوټ د کابلۍ روپیۍ په نوم خپور شو چې وروسته د افغانۍ په نوم ونومول شو. د 1298- 1299 کلونو تر منځ د ۱، ۵، ۵۰، او ۱۰۰ افغانیو بانکنوټونه چاپ او خپاره شول. څېړونکې باور لري له هغه ځایه چې د اماني دوري په بانکنوټونو کې، د بانکنوټ ارزښت په څلورو ( پښتو، دري، اردو او ترکي) ژبو لیکل شوی دی، دا د دي ښکارندوی دی چې دا بانکنوټونه د افغانستان له پولو بهر هم د چلند وړ او په راکړه او ورکړه کې ترې ګټه اخیستل کېده.
د حبیب الله کلکاني په دوره کې، نوي بانکنوټونه چاپ نه شول؛ خو د شاه امان لله خان د دورې یو شمېر بانکنوټونه هم د حبیب الله کلکاني له مهر سره مبادلې په بهیر کې شامل ول. د نادر خان د پاچاهۍ په دوره کې د بانکنوټونو چاپ ودرول شو او د تېر په شان سرو او سپینو زرو او نورو فلزونو له مسکوکاتو څخه په راکړه او ورکړه کې کار اخیستل کېده. په دې دوره کې د ګراف او چاپ د نویو ماشینونو په واردېدو سره بیا هم د نویو بانکنوټونو چاپ او خپرول ځنډول شوي وو او دا بهیر د محمد ظاهر شاه تر پاچاهۍ پورې دوام درلوده.
په 1312 ه ش کال کې محمد ظاهر خان پاچاهۍ ته ورسیده او په 1315 ه ش کال کې د بانکنوټونو د چاپ او خپرولو لپاره په دوه څپرکو او 21 مادو کې اصولنامه خپره کړه چې پر بنسټ یې بانکنوټونه يو ځل بیا د مسکوکاتو تر څنګ په راکړې او ورکړې کې وکارول شول.
د داوود خان د جمهوریت په دوره کې (1352-1357 ه ش) د بانکنوټونو ډیزاین بدلون وموند او د محمد ظاهر شاه پر ځای د محمد داوود خان عکس او د شاهی نښان پر ځاي د جمهوري نښان په کې ثبت شو. په دې دوره کې د 10، 20، 50، 100، 500، 1000 افغانۍ بانکنوټونو ډیزاین واحد، خو په بېلابېلو رنګونو سره چاپ، خپاره او په ګردښت کې ؤ.
د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له جوړېدو سره سم، د نور محمد تره کي او حفیظ االه امین د واکمنیو په پړاونو کې د " خلق" نښان په بانکنوټونو کې ثبت شو. خو د لومړي ځل لپاره په 1358 ه ل کال کې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې په واکمنۍ کې د افغانستان بانک نښان په بانکنوټونو کې درج شو.
د افغانستان د اسلامی دولت په تأسیسېدو سره د افغانۍ ارزښت په بې ساري توګه ټیټ شو او دا حالت د پیسو د لازیات چاپ او د بانکنوټونو د تراکم او څوډولۍ لامل شو. د افغانیو د ارزښت دا ټیتوالی د 5000 ګون او 10000 ګوڼ بانکنوټونو د چاپ او خپریدو لامل شو او په مسکوکاتو راکړه او ورکړه په عملي توګه له منځه لاړه.
د طالبانو د اسلامي امارت په دوره کې، نوي بانکنوټونه چاپ نه شول او د تېرو دورو بانکنوټونه په راکړه اوورکړه کې د منلو وړ او په ګردښت کې ؤ.
په 1381 ه ل کال کې د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې له جوړیدو سره سم، د افغانستان بانک پولي ریفورم تر لاس لاندې ونیوه او په افغانۍ کې د درېیو صفرونو په لرې کولو سره د 1، 2، 5، 10، 20، 50، 100، 500، 1000 بانکنوټونه چاپ او خپاره شول چې اوس مهال د هېواد د واحدې او دودیزې پیسې په توګه ښه ارزښت لري او له لازم ثبات څخه برخمنه ده.
همدا ډول په دې دوره کې یو ځل بیا د 1، 2، 5، افغانیو مسکوکاتو د بانکنوټونو تر څنګ د خلکو په راکړو او ورکړو او سوداګریزو او اقتصادي معاملو کې لاره پیدا کړه.