آمریتونه

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د بیو د ټیکاو، د مالي نظام د ټنګښت او ټیکاو، د اداینو د خوندي سیستم، د اسعاري زېرمو د اغیزناکه کنټرول، د پیسو د چاپ او خپرولو په برخو کې او د پیسو د بانکدار په توګه فعالیت کوي.

د افغانستان بانک د دې کړنو د اغیزناکه ترسره کولو لپاره په خپل تشکیلاتي جوړښت کې بېلابېلې شعبې جوړې کړي، څو د بانک د بنسټیزو دندو په ترسره کولو او د بانک د موخو په ترلاسه کولو سره د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

د ریاست د دفتر لوی آمریت

د ریاست د دفتر لوی آمریت د افغانستان بانک د موخو او دندو په پلي کولو کې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. دا آمریت د بانک له شریکانو سره د اړیکو له لارې، د افغانستان بانک سیاستونه او تګلارې لیږدوي او له نویو اقتصادي پېښو او د انفلاسیون د نرخ له وړاند وینې، اقتصادي ودې او د مالي نظام له ټیکاو څخه د بازار لوبغاړي خبروي.نور

 د پولي سیاست لوی آمریت

د پولي سیاست لوی آمریت د افغانستان بانک یو له مهمو آمریتونو څخه دی چې بنسټیزه دنده یې د هېواد د پولي او اسعاري سیاستونو طرحه کول، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول رانغاړي. د پولي سیاست لوی آمریت د پیسو د متحولونو د هدف ټاکنې د اډانې (چوکاټ) په پیروۍ سره هڅه کوي څو د شته ابزارونو په کارولو سره په اقتصاد کې نغدینګي مدیریت او د کورنیو بیو ټیکاو (ثبات) وساتينور

د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت

د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې یو له مهمو او بنسټیزو آمریتونو څخه دی چې موخه یې په ټولیزه توګه له بانکونو سره د امانت اېښودونکو د امانتونو خوندیتوب او په بانکي نظام باندې د اړوندو قوانینو او مقرراتو له پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول دي. نور

د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت

غیر بانکي مالي موسسې (NBFI) هغه بنسټونه یا ادارې دي چې د بانکونو په څېر مالي خدمتونه وړاندې کوي، خو هره غیر بانکي مالي موسسه د خپل کاري ماهیت له مخې توپیر لري او د ټاکل شویو کړنو پر بنسټ د فعالیت ځانګړی جواز لري. غیر بانکي مالي موسسې چې اوس مهال په افغانستان کې فعالیت کوي او له د افغانستان بانک څخه یې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، د صرافۍ او پولي خدمتونو  شرکتونه، د بریښنایي پیسو موسسې او اداینیزې موسسې رانغاړي. همدارنګه، د مالي اجارې موسسې او د کوچنیو پورونو مالي موسسې هم کولای شي د اړوندو مقررې سره سم له د افغانستان بانک څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي.  نور

د بازارعملیات لوی آمریت

لیدلوری: د پانګې د ساتلو په موخه د اسعاري زېرمو د مدیریت د یو منظم سیستم درلودل، د اسعاري نغدینګۍ تأمینول او د افغانۍ ارزښت او ټیکاو ساتلو لپاره د مناسبې ګټې ترلاسه کول او د پولي سیاست اغېزناکه پلي کول. نور

د ټولو ناظر اداره

د افغانستان بانک قانون (21) ماده د افغانستان بانک په اډانه کې د ټولو ناظر د ادارې (د داخلي پلټنې ادارې) رامنځته کول او د ټولو ناظر ټاکل تصریح کوي. نور 

د مالي شخړو د حل کمېسيون

د مالي شخړو د حل کمېسيون په افغانستان کې قضايي ادارې ته ورته یوه اداره ده چې د نړۍ د حقوقي نظامونو د منل شوو تجربو په رڼا کې د عدالت د تامینولو په موخه جوړ شوی دی. دا کمېسيون د دولت (د افغانستان بانک) د څارنیزې ادارې په اډانه کې رامنځته شوی دی چې د قانون له حکمونو سره سم خلکو ته په چټکه، آسانه او ارزانه ډول په تخنیکي برخو کې د عدالت او انصاف د تامینولو مسوولیت پر غاړه لري. نور

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز (د مالي استخباراتو واحد) د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د تر لاسه شوو عوایدو د مخنیوي قانون پر بنست د پیسو وینځلو او ترهګرۍ  د تمویل د اړوندو کړنو لپاره د هېواد د بانکي او مالي سیستم د ناسمې کارونې د مخنیوي په موخه په 2006 زیږدیز کال کې جوړ شوی دی. نور

د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت

د افغانستان بانک په تشکيلاتي اډانه کې د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت رامنځته شوی دی. دا  آمریت پر دوو مهمو برخو تمرکز لري:

• د اعتبارونو د ثبت برخه ده چې د اشخاصو او شرکتونو اعتباري معلومات (د پور اخیستونکي د پېژندنې، د پور مخینې، تضمینونو په اړه معلومات رانغاړي) راټول، تحلیل او د اعتباری راپورونو له لارې یی اړوندو ادارو ته وړاندې کوي. دا آمریت د د اعتبارونو د ثبت له لارې د اړتیا وړ معلومات له بېلابېلو سرچینو لکه بانکونو او مالي مؤسسو څخه راټولوي او د یو منظم راپور په ډول يي چی د پېرودونکو  درجه بندي په کی شامله وي، اړوندو مراجعو ته وړاندې کوي. د عامه اعتبارونو د ثبت کړنې په بانکي معاملو کې د منقولو او غیر منقولو ملکیتونو د رهن (ګروۍ) د قوانینو په رڼا کې پر مخ وړل کیږي. نور

د مالي او محاسبې لوی آمریت

د مالي او محاسبې لوی آمریت د افغانستان بانک قانون د نهمې مادې او یو سلو یومې مادې د درېيم جز پر بنسټ جوړ شوی او د افغانستان بانک د مالي راپورونو ترتیبول، د افغانستان بانک د بودجې جوړول او ترتیبول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د معاشونو او امتیازونو اجراء کول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د پورونو اجراء کول، د مالي طلباتو او اداینو اجراء کول، د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو ثبت او کنټرول، د افغانستان بانک د مالي معاملو کنټرول، د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مدیریت، د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو ساتنه او د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو مدیریت یې بنسټیزې دندې دي. نور

د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

په اوسنیو شرایطو کې یو له هغو موضوعاتو څخه چې یوې ادارې ته زیات ارزښت ورکوي، د معلوماتي ټکنالوژۍ کارونه ده. په دې وروستیو کلونو کې، هېوادوالو ته د بانکونو له لارې د خدمتونو وړاندې کولو د پام وړ پرمختګ کړی دی. اوس مهال ډېری بانکونه پر دې پوه شوي دي چې د کیفیت لرونکو، چټکو، دقیقو او کم لګښت لرونکو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا او کیفیت د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارونې له کچې سره تړاو لري. نور

د کارکوونکو د چارو لوی آمریت

د ودې، پراختیا او پرمختګ له فکتورونو څخه یو هم بشري پانګه ده. که چېرې دا پانګه د خدمتونو په تولید او وړاندې کولو کې په اغېزناکه توګه وکارول شي، د ودې، پراختیا او پرمختګ بهیر به لوړیدونکی وي او په لاندې لاسته راوړنو کې مهم رول لوبولای شي.نور

د حقوقي مشاوریت دفتر

د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شوی دی. دا دفتر د تقنیني سندونو د تسویدولو په ګډون د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په اړه اړینې مشورې او لارښوونې، د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د تقنیني سندونو حذفول یا همغږي کول، د افغانستان بانک حقوقي او تقنیني اړتیاوو ته ځواب ورکول، له دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې ګډون (که چېرې دا غونډې د افغانستان بانک حقوقي موضوعات او مسوولیتونه رانغاړي) د دې آمریت له مسئولیتونو څخه ګڼل کیږي. نور

د بانکي عملیاتو لوی آمریت

د بانکي عملیاتو لوی آمریت د دولت، دولتي او نیمه دولتي موسسو او سوداګریزو بانکونو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي، څلور مرستیالیتونه او لاندې بنسټیزې دندې لري. نور

د اداینو لوی آمریت

د افغانستان بانک د اداینو لوی آمریت د اداینیزو سیستمونو پر وړاندې مسئولیت لري ترڅو د بانکونو او اداینیزو سیستمونو له لارې خلکو لپاره د معاملو د تصفیې او تسویې خدمتونه وړاندې کړي او همدارنګه په هېواد کې د مالي سکتور د کورنیو او نړیوالو اداینیزو سیستمونو د ودې او پراختیا لپاره هڅه او کوښښ وکړي.نور

د عمومي خدمتونو آمريت

د عمومي خدمتونو د آمریت دندې پر وخت او معیاري خدمتونه لکه ښه کاري چاپېريال، اثاثیې، برېښنا، ټرانسپورټ، د نغدو پیسو لېږد، د سفر ټکټونه، د کارکوونکو د سالمو خوړو برابرول، املاک، پام ساتنه (حفظ او مراقبت)، د نویو ودانيو جوړول او د ټولو ودانيو د ترمیمولو خدمتونه رانغاړي. نور

د دعوت او ارشاد لوی آمریت

د دعوت او ارشاد لوی آمریت د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۰۶/۱۴  نېټې د (۱۹) مې ګڼې د ۱ او ۲ بند د پرېکړې او همدا ډول د افغانستان بانک د عامل پلاوي د ۱۴۰۰/۱۱/۳۰  ه ل نېټې د (۱۴۶) مې ګڼې تصویب پر بنسټ د افغانستان بانک د کار کوونکو د دیني پوهې د لوړولو په موخه د افغانستان بانک په چو کاټ کې جوړ شوی دی.نور

د تدارکاتو آمریت

د تدارکاتو آمریت د عامه تدارکاتو د قانون پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه د افغانستان بانک په اډانه کې د یو جلا آمریت په توګه جوړ شو. یاد آمریت د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي کړنو د پرمخ وړلو او ورته ته د رسیدنې او د قراردادونو د تنظیم مسئولیت پر غاړه لري. د دې آمریت بنسټیزه موخه د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي کړنو او د قراردادونو د تنظیمولو لپاره د اړیکې د یو واحد مرکز رامنځته کول جوړوي. نور

د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت

د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت په ۲۰۰۸ کال کې د اړتیا پر بنسټ د افغانستان بانک په تشکیلاتي چوکاټ کې جوړ شوی دی. همدا ډول په ۲۰۱۹ کال کې د بېړنۍ اړتیا پر بنسټ د قوانینو او مقررو د رعایتولو (Compliance) برخه هم پرانېستل شوه چې مسئولیت یې همدې آمريت ته وسپارل شو. دا آمريت د افغانستان بانک د حیثیت او شهرت ساتلو، د پيسو وينځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوايدو له خطرونو پرته یو بانکي نظام ته د لاسرسي او له ناڅاپي خطرونو او ګواښونو څخه د هېواد د مرکزي بانک په توګه د افغانستان بانک د خوندي ساتلو په برخو کې فعالیت کوي. نور

د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمريت

د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمريت د افغانستان د برېښنايي اداینو د ملي سویچ او د افغانستان بانک د یو آمریت په توګه کار کوي او د نوي برېښنايي اداینو او ګرځنده موبایل له لارې د اداینو چې د پرچونې بانکوالۍ خدمتونو ته پراختیا ورکوي او د خدمتونو په وړاندې کولو سره د افغانستان د پرچونې بانکوالۍ د بازار په پرمختګ او عصري کولو کې مهم رول لوبوي. نور