موزیم

له هغه ځایه چې د افغانستان بانک د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د بانکنوټونو د چاپولو او خپرولو او د مسکوکاتو د ضربولو مسئولیت په غاړه درلوده او په دې منځ کې د بېلا بېلو دورو د دولتونو د لازم لیدو پر بنسټ، نوي بانکنوټونه او مسکوکات چاپ او ضرب شوي دي څو د مبادلاتو او د راکړې او ورکړې بهیر په چټکۍ او پرته له کومې ستونزې صورت ونیسي، اوس مهال د افغانستان بانک په افغانستان کې د بانکنوټونو او مسکوکاتو د بهیر د پیژندلو لپاره موزیم جوړ کړی دی چې په هغه کې د یونان او باختري، هخامنشیانو، کوشانیانو، ساکهانو، ساسانیانو، کیداریانو د اسلام د ظاهریدو، غزنویانو، سلجوقیانو... دورو د مسکوکاتو ترڅنګ د بېلابېلو دورو بانکنوټونه د پیدایښت له پیل څخه تر اوسه پورې راټول شوي دي څو د اړتیا په صورت کې لیدونکي، محصلین، څېړونکي او نور مینه وال وکولای شي په دې موزیم کې له شته ګټورو معلوماتو څخه اغیزناکه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې په دې موزیم کې د مسکوکاتو او بانکنوټونو ترڅنګ یو لړ ډالۍ چې د نورو هېوادونو د مشرانو لخوا د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته ورکړل شوي دي او دوي د وطندوستۍ د احساس له مخې دغه ارزښتناکه ډالۍ د ملي شتمنیو په توګه د افغانستان بانک خزانې ته سپارلي دي، هم ساتل کیږي.

د افغانستان بانک د موزیم د تأسیسیدو موخه:

د افغانستان بانک موزیم یوازې د څېړونکو د ګټې اخیستنې په موخه جوړ شوی نه دی، بلکې په افغانستان کې د پیسو د تاریخي بهیر، د افغانستان د کلتور او کاري او معنوي لاسته راوړنو د وړاندې کولو او خلکو ته د انګیزې ورکولو او د افغانستان د لاسته راوړنو په بډاینه کې د دوي د شریکولو په موخه جوړ شوی دی. ټول خلک، عام او خاص، زده کوونکي او محصلین، څېړونکي او د چارو کار پوهان کولای شي د افغانستان بانک د تاریخي موزیم په بډاینې سره د کلتور په غوړیدو او تاریخي پوهاوۍ کې شریک شي.

د افغانستان بانک موزیم د هېواد د زده کوونکو او محصلینو د غیر رسمي روزنې د پیاوړتیا لپاره یو ښه ځای ګڼل کیږی، هغه ځای چې د کلتوري ارزښتونو په پیاوړتیا کې له دوی سره مرسته کوي او په دوستانه چاپیریال کې دوي ته د هېواد د تاریخي ویاړونو په اړه د بحث او د نظر د تبادلې لپاره زمینه برابروي.

د افغانستان بانک د موزیم ماموریت (Mission):

د افغانستان بانک د موزیم ماموریت د ټولنې د بېلا بېلو برخو لپاره د افغانستان د پولي تاریخ په اړه د روزنو برابرول کڼل کیږي. روزنه د افغانستان بانک د موزیم د ماموریت اړینه برخه ده.

د افغانستان بانک د موزیم لید لوری (Vision):

د افغانستان بانک موزیم د عامه پوهاوۍ د تقویې لپاره مناسب ځای او زمونږ د هېواد له پولي او تاریخي میراثونو څخه ګڼل کیږي، له همدې امله یو عامه اداره ده چې خلکو ته د خدمت او د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره جوړه شوې ده. او لیدونکو لپاره د روزنې، اړیکو او د نظر د تبادلې د زمینو برابرول د دې موزیم بنسټیزه ژمنه ګڼل کیږي.

DABpic1
تحایف بانکنوت و سکه