زون/نمایندګی
د هېواد مالي نظام په تېرو دیارلسو کلونو کې او د بدلون او پرمختګ له رامنځه ته کېدو وروسته په ټولو برخو کې د بنسټیزو لاسته راوړنو او بدلونونو شاهد ؤ. د افغانستان بانک د بانکي نظام د ښه والي د بهیر د دوام په لړ کې او هم د هېواد د مالي نظام د چارو د انسجام لپاره په ولایتونو کې خپل ولایتي دفترونه په نړیوالو پېژندل شویو معیارونو سره عیار او د لا ښه او زیات انسجام په موخه یې اووه ګوني زونونه جوړ کړي چې په همدې بنسټ د افغانستان بانک د نورو لویو آمریتونو او مدیریتونو په څېر د بانکي خدمتونو د ترسره کولو او وړاندې کولو لپاره د افغانستان بانک د جوړښت په اډانه کې په ۱۳۸۴ ه ل کال کې د اووګونو زونونو آمریتونه جوړ شوي. دا زونونه هر یو په ولایتونو کې نمایندګۍ او په بېلا بېلو ساحو کې یو شمېر غرفې لري چې دا نمایندګۍ اړې دي، تر څو خپل ورځیني، اونیز او میاشتني راپورونه خپلو اړوندو زونونو ته وړاندې کړي.
د مرکز زون لوی آمریت: شپږ ولایتي نمایندګۍ، اووه ښاري څانګې او د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې یوه غرفه لري.
)۱( د لوګر نمایندګي، (۲)د پنجشیر نمایندګي، (۳) د بامیانو نمایندګي، (۴) د کاپیسا نمایندګي، (۵) د پروان نمایندګي، (۶) د میدان وردګو نمایندګي، (۷) لومړۍ ښاري څانګه، (۸) دویمه ښاري څانګه، (۹) درېیمه ښاري څانګه، (۱۰) څلورمه ښاري څانګه، (۱۱) پنځمه ښاري څانګه، (۱۲) شپږمه ښاري څانګه، (۱۳) اوومه ښاري څانګه، (۱۴) او د کابل په هوایی ډګر کې یوه غرفه.
د لویدیځ زون لوی آمریت: اووه ولایتي نمایندګۍ، یوه ښاري څانګه او یوه غرفه لري.
(۱)د هرات نمایندګي، (۲) د نیمروز نمایندګي، (۳) د فراه نمایندګي، (۴) د بادغیس نمایندګي، (۵) د غور نمایندګي، (۶) د اسلام قلعه نمایندګي، (۷) د تور غنډۍ نمایندګي،(۸) د هرات ښاري څانګه، (۹) د نیمروز غرفه.
د سویل لویدیځ زون لوی آمریت: دا زون شپږ ولایتي نمایندګۍ او یوه د کندهار ښاري څانګه لري.
(۱) د کندهار نمایندګي، (۲) د اروزګان نمایندګي، (۳) د هلمند نمایندګي، (۴) د زابل نمایندګي، (۵) د دایکندي نمایندګي، (۶) د سپین بولدک نمایندګۍ، (۷) د کندهار ښاري څانګه.
د ختیځ زون لوی آمریت: پنځه ولایتي نمایندګۍ او یوه ښاري غرفه لري.
(۱) د جلال اباد نمایندګي، (۲) د لغمان نمایندګي، (۳) د کنړ نمایندګي، (۴) د نورستان نمایندګي، (۵) د تورخم نمایندګي او (۶) ښاري غرفه.
د سویل ختیځ زون لوی آمریت: یاد زون اووه نمایندګۍ لري.
(۱) د ګردیز نمایندګي، (۲) د خوست نمایندګي، (۳) د غزني نمایندګي، (۴) د پکتیکا نمایندګي، (۵) د پکتیا ولایت د ډنډې پټان نمایندګي، (۶) د خوست ولایت د غلام خان نمایندگي، (۷) د پکتیکا ولایت په ارگو والسوالۍ کې د ارگون نمایندگي.
د شمال ختیځ زون لوی آمریت: څلور ولایتي نمایندګۍ او په شېر خان بندر کې یوه غرفه لري.
(۱) د کندز نمایندګي، (۲) د پلخمري نمایندګي، (۳) د بدخشان نمایندګي، (۴) د تخار نمایندګي، (۵) د شېر خان بندر غرفه.
د شمال زون لوی آمریت: پنځه ولایتي نمایندګۍ او په حیرتان او آقینې کې دوه غرفې لري.
(۱) د مزار شریف نمایندګي، (۲) د میمنې نمایندګي، (۳) د شبرغان نمایندګي، (۴) د سرپل نمایندګي، (۵) د سمنګانو نمایندګي، (۶) د حیرتانو غرفه، (۷) د آقینې غرفه.