عامه پوهاوي
د عامه ګټو تأمینول، د افغانستان بانک د محوري ارزښتونو په سر کې قرار لري، له همدې امله د افغانستان بانک د عمومي افکارو او د دوی د درک او پوهې لپاره د مرکزي بانک کړنو ته ارزښت ورکوي. د افغانستان بانک هڅه کوي ترڅو د رسنیو او وېبپاڼو سایټ د پروګرامونو له لارې د افغانستان بانک د دندو او کړنو په برخه کې عامه روزنې چمتو کړي. د افغانستان بانک د عامه روزنیز پروګرام موخه، د افغانستان بانک د پولي او مالي سیاستونو په برخه کې د خلکو د پوهې د کچې او د دوی پر ژوند يې د اغېزو لوړول دي. په همدې ترتیب دا پروګرام له خپلو حقونو څخه د خلکو د پوهې او د دوی پر وړاندې د افغانستان بانک د مسئولیتونو په زیاتوالي کې ګټور واقع کېږي.











































































































































































































































































































































