عالي شورا

د افغانستان بانک عالي شورا د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده چې غړي یې د افغانستان بانک د کلي سیاستونو د طرحې او د هغه پر ادارې او فعالیتونو د څارنې مسئول دي، عالي شورا له اوو غړو څخه جوړه ده چې د جمهور رئیس له فرمان سره سم مقرریږي. د عالي شورا د غړو د خدمت دوره پنځه کاله ده، د افغانستان بانک د عالي شورا غونډې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل جوړیږي او د اړتیا په صورت کې کولای شي له ټاکلې مودې مخکې هم جوړه شي.

 

د عالي شورا غړي:

3

 

 ډاکټر شاه محمد محرابي، غړی

ډاکټر شاه محمد محرابي د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۴ کال د لړم د ۱۳ نېټې د وړاندیز او د جمهوري ریاست د ۱۹۰۴ ګڼې، ۱۳۹۴/۹/۲۸ نېټې د حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه بیا وټاکل شو. ښاغلی ډاکټر محرابي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې د عالي شورا د غړي په توګه ګمارل شوی وو او له دې وروسته د پراخې کاري تجربې او تخصص پر بنسټ په همدې دنده بیا وګمارل شو او اوس مهال د افغانستان بانک د پلټنې د کمېټې د رئيس په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلي محرابي خپلې لوړې زده کړې د اقتصاد په څانګه کې د لیسانس په کچه د کلفورنیا له پولتخنیک پوهنتون، د ماسټرۍ په کچه د امریکا له سینسیناتي پوهنتون او د دکتورا په کچه د اقتصاد او پوهنې په څانګه کې له همدې پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي. نوموړي همدا ډول د مالیې وزارت له دوو پخوانیو وزیرانو سره د ستر اقتصادي سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې او د دې ترڅنګ یو څه موده یې د متحده ایالاتو په څو پوهنتونونو او مؤسسو کې د اقتصاد مضمون تدریس کړی دی او په ورته وخت کې ښاغلی محرابي د همکارانو لخوا د نړیوالې ټولنې د پوهاوۍ د رئیس او د ویرجینیا د اقتصاد پوهانو د ټولنې د رئیس په توګه هم ټاکل شوی دی. سربېره پر دې، ښاغلی ډاکټر محرابي د پوهاوۍ د نړیوالې ټولنې د ژورنال او د اقتصادي ژورنال د همکار ایډیتر (مسئول مدیر) په توګه هم دنده ترسره کړې ده. همدا ډول، نوموړي د شمالي امریکا د اقتصادي او مالي ټولنې (NAEFA) او د منځني ختیځ د اقتصادي ټولنې د مدیره پلاوي (MEA) د غړي په توګه هم کار کړی دی. ښاغلی ډاکتر محرابي په مالي او بانکي برخو کې د پراخې مسلکي او تخصصي پوهې ترڅنګ د مالي او سوداګرۍ په برخه کې بډایه کاري او روزنیزه تجربه لري. همدا ډول نوموړي د اقتصاد، مالي، بانکي او پراختیا په برخو کې ډېرې علمي او تخصصي مقالې لیکلي دي چې د بېلګې په توګه د څو مقالو نومونه یې اخلو؛ ”د افغانستان مالي سکتور“، ”د مکسیکو مرکزي بانک او پولي سیاست“، ”په ایران کې پلان جوړونه او سیاست جوړونه“، ”د افغانستان د ګمرکونو پنځه کلن ستراتیژیک پلان“، ”د منځني ختیځ وروستۍ پراختیا“، ”د سوډان مالیاتي او کرنیزه جوړښت“، “په پورتوریکو کې بهرنۍ مستقیمې پانګونې“ او ”د اوپک اقتصادي اغیز“.

 

4

 

کترین فقیري،غړې

 کتربن فقیري د افغانستان بانک د عالي شورا د غړې په توګه په دنده وګمارل شوه. میرمن فقیري د امریکې د متحدو ایالتونو د سنجوزې ایالت له پوهنتون څخه د انګلیسي ادبیاتو په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. همدا ډول اغلې فقیري له ایټالیې هېواد څخه د کوچنیو پورونو د ادارو د ظرفیت لوړولو او د کوچنيو صنایعو د مربیانو د روزنې په برخه کې د ډیپلوم ترڅنګ له بنګلادیش هېواد څخه هم د کوچنیو مؤسسو د پور ورکونې په برخه کې ډیپلوم ترلاسه کړی دی .اغلې فقیرې د افغانستان بانک د عالي شورا له غړیتوب څخه مخکې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۳ کاله پورې د امریکې د متحدو ایالاتونو د Net Centrax INC ادارې د بشري منابع د مدیرې په توګه دنده ترسره کوله. میرمن کاترین په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې په افغانستان کې په کار پیل وکړ او په بېلابېلو ادارو کې یې دندې ترسره کړې، اغلې کاترین په ۲۰۰۳ کال کې د پرواز (PARWAZ) ادارې د مؤسسې او عامل مدیر په توګه په کار پیل کړی او په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې یې څه کم یو کال د کوچنیو پورونو په لومړني بانک (FMFB) کې د بشريٍ منابع د آمرې په توګه دنده ترسره کړې ده او له دې وروسته یې تر ۲۰۰۸ کاله پورې د پرواز ادارې د عامل مدیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړی دی او له دې دندې وروسته یې تر ۲۰۱۳ زیږدیز کاله پورې د کوچنیو پورونو د ملاتړ ادارې (مسفا) د عامل مدیر په توګه دنده ترسره کړې او د کوچنیو پورونو سکتور یې پر پښو ودرولی دی. اغلې کاترین فقیري د مسلکي او تخصصي پوهې ترڅنګ د مالي چارو، سوداګرۍ، حقوقي او بشري منابعو په برخه کې د کاري تجربې درلودونکې ده په ورته وخت کې نوموړې په مالي او مدیریتي برخه کې ۱۳ کاله او د بشري منابع په برخه کې ۵ کاله کاري تجربه لري، د اغیزناکه بازار موندنې طرحه او استراتیژي او د سوداګرۍ طرحه کول یې مهمې کړنې دي او د منځنیو او کوچنیو سوداګریو د پیل په موخه یې شاوخوا ۵۰۰۰ ښځو لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځ ته کیدو په برخه کې د (CGAP) جایزه تر لاسه کړې ده. اغلې کاترین فقیري په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست د مقام د ۱۹۴۵ ګڼې ۱۳۹۳/۶/۳۰ نېټې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

 

6

 

عبدالوکیل منتظر، غړی

دوکتور عبدالوکیل منتظر د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۷/۱/۱۱ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د ۵ نیټې، د ۴۲۲ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی عبدالوکیل منتظر خپلې لوړې زده کړې د لیسانس په کچه د اقتصاد په څانګه کې له کابل پوهنتون څخه، د ماسټرۍ په کچه د کار د مدیریت په برخه کې له المان او د دکتورا په کچه د اقتصاد په برخه کې له استرالیا څخه ترلاسه کړي دي. ښاغلی منتظر په ۱۹۷۵ کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفیسور د مرستیال په توګه په کار پیل کړی او تر ۱۹۷۷ کاله پورې یې په همدې پُست کې کار کولو. ښاغلی منتظر د ۱۹۹۵ او ۱۹۹۲ کلونو ترمنځ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفیسور د مرستیال ترڅنګ، د احصائیې د ډیپارټمنټ د آمر او د همدي پوهنځي د بورډ د غړي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. دوکتور منتظر څه موده د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د رئیس په توګه هم پاتې شوی چې په دې پُست کې یې د خدمت موده ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۸ کلونه رانغاړي. دوکتور منتظر له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۰۴ کاله پورې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیک غړي، د اقتصاد پوهنځي د بورډ د غړي او له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د بازار د مدیریت د ډیپارټمنټ د آمر په توګه دندې ترسره کړي دي. همدا ډول ښاغلی منتظر د مالي چارو او سوداګرۍ په برخه کې د مسلکي او تخصصي پوهې لرونکی دی او په ورته وخت کې د مالي او سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې ۴۰ کاله د ښوونې تجربه لري.

 

4

محمد نعیم عظیمی، غړی

پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه په دنده وګمارل شو. پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۷/۱/۱۱ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د ۵ نیټې، د ۴۲۲ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی عظیمي په مالي څانګه کې د لیسانس او ماسټرۍ او د هندوستان د بوندلکهاند له دولتي پوهنتون څخه د مالي اقتصاد سنجونې په څانګه کې د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي دي. ښاغلي عظیمي په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې ( له بدیل کښت څخه نړیوالو بازارونو ته د رسیدو استراتیژۍ) تر سرلیک لاندې د څیړنیزې مقالې په لیکلو سره د کانګریس له غړي او د بیهار د مخکني لومړي وزیر ښاغلي ډاکټر شکیل الزمان انصاري څخه د هندوستان د هېواد په کچه د ښې څیړنې جایزه ترلاسه کړې ده. نوموړي شاوخوا ۲۸ علمي څیړنیزې مقالې د کاناډا، امریکا، بریتانیا او هندوستان د هېوادونو په نړیوالو ژورنالونو کې او په لسګونو نورې علمي مقالې یې په ملي ژورنالونو کې خپرې کړي دي. ښاغلی پوهنمل دوکتور عظیمي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د احصائیې او اکونومتري د ډیپارټمنت د استادۍ تر څنګ د کابل پوهنتون د علمي مرستیال او د لوړو زده کړو د وزارت د لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) د کمیسیون د غړي په توګه دندې ترسره کوي. نوموړی د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروګرامونو د تدریس ترڅنګ د دې پوهنځي د ماسټرۍ په پرګرامونو کې د تدریس او لارښوونې مسؤولیت هم لری.