د کار زده کړې دوره

د افغانستان بانک د دولت د مالي او بانکداری د استازې او سلاکار په توګه د خپل ستراتیژیک پلان د پنځمې مادې په پام کې نیولو سره چې یوه سالمه ډلییزه اداره ده په دې برخه کې یې ځانګړې دندې او مکلفیتونه تعقیب کړي چې له دې ډلې نه یو هم د پرکټیکې دورې د پالیسۍ په جوړونې سره هغو زدکړیالانو ته چې په علمي مؤسسو کې په اختصاصي څانګو کې لکه اقتصاد، بشري منابع، د مالي محاسبې او نورو د مالي او بانکي نظام پورې اړوند نورو څانګو کې زدکړه کړی او یا یې کوي په دولتي ادارو کې د روزنیزې دورې او کارموندنې د زمینې برابرول دي. د پرکتیکې دورې د پالیسۍ د متن یوه برخه په لاندې ډول ده:

 ۱ . د تطبیق ساحه:

هغه شمیر زدکړیالان چې د دولتي پوهنتونونو لخوا د افغانستان بانک ته د پرکتیکې دورې لپاره ورپیژندل کیږي، لومړیتوب ورکول کیږي. دا پالیسي د هغو زدکړیالانوو لپاره جوړه شوې ده چې په عالي، مسلکي مؤسسو او اختصاصي څانګو کې خپل لوړې زدکړې د هېواد د ننه یا بهر ترسره کوي.

۲. د منلو شرایط

۱.۲ د هېواد دننه زدکړیالان په انفرادي توګه نه منل کیږي، د لوړو زدکړو او نیمه عالي زدکړو مؤسسو (دولتي یا خصوصي) مؤسسو استازې باید د زدکړیالانوو له پیژندلو مخکې باید د افغانستان بانک سره د پرکتیکې پالیسۍ د رعایتولو یو هوکړه لیک لاسلیک کړي، او د هغه په پلې کیدو اړ دي.

۲.۲ زدکړیال باید افغان وي او د افغانستان تابعیت ولري، که چیرې د افغانستان تابعیت لرونکي وي خپل هویت دې د پیژندپاڼې یا پاسپورت له مخې ثابت کړي.

۳.۲ زدکړیالان باید نوي فارغ شوي وي یا لږ تر لږه پنځه سمسټره او یا د هغه کال معادل یې بشپړ کړې وي څو په بانک کې د مونوګراف د جوړولو لپاره د اړتیا وړ موضوعات چمتو، خپل څیړنیزه دنده بشپړ او یا د عمل په ساحه کې تر زدکړې لاندې ونیول شي.

۴.۲ هغه زدکړیالان چې د افغانستان بانک ته له پیژندلو مخکې په دولتي ادارو او نورو دفترونو کې مقرر شوي وي د پرکتیکې دورې د بشپړیدو لپاره نه منل کیږي.

۵.۲ زدکړیال باید د اصول او د کاري چلند ژمن لیک ومني او همدا ډول یو تضمین لیک هم طی مراحل کړي.

۶.۲ هغه وخت زدکړیال پرکتیکې دورې ته منل کیږي چې د زدکړې په اوږدو کې د نمرو اوسط یې لږترلږه ۷۵ سلنه وي.

۷.۲ زدکړیال په دې پالیسۍ کې د درج شویو برخو په رعایت او پلې کولو مکلف دی.

۳.  د زدکړیالانو پیژندنه

۱.۳ زدکړیالان باید له پرکتیکې له دورې څخه یو میاشت مخکې د پوهنتون لخوا د افغانستان بانک ته وپیژندل شي.

۲.۳ زدکړیالان یا اړوند پوهنتون باید د پیژندې په پیل کې بانک ته لاندې اسناد وسپاري.

۲.۱.۳ د نمرو ترانسکړیپت

۲.۲.۳ د هغو موضوعګانو لیست چې زدکړیالان ورته د زدکړې د دورې په ترلاسته کولو کې اړتیا لري.

۳.۲.۳ د پرکتیکې دوره موخه څه ده: د مونوګراف ترتیبول، څیړنه یا په عملي توګه زدکړې.

۳.۳ د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړولو مرکز د ټولو اړینو مسایلو له پیژندلو او تصدیقولو وروسته له اړوندې عملي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کوي.

۴.۳ د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړلو مرکز د اصولو او کاري چلند ژمنتیا او تضمین لیک له دوی څخه ترلاسته کوي.

۵.۳ د پرکتیکې دورې د پروګرام په پیل کې د افغانستان بانک د بشري منابعو د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړلو مرکز د دې بانک د ټولو آمریتونو/ مدیریتونو او مهمو موخو په اړه  د معلوماتو په وړاندې کولو مکلف دی. او د دې پالیسۍ ټول درج شوي مواد هغوی ته رسوي.

۴. د پرکتیکې دورې موده

د پرکتیکې دورې موده د تعلیمي مؤسسې د غوښتنې سره سم او د اړوند کړنلارې په پام کې نیولو سره چې د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړلو مرکز لخوا ترتیب او تنظیمیږي په دوه ډوله دی:

۱.۴ ۲۰ ورځې

۲.۴ ۳۰ ورځې (یو میاشت)

۵.  کاري وختونه:

د زدکړیالان کاري موده په لاندې دوو ډولو ویشل کیږي چې د بانک د لازمه لید او د اړوندو تحصیلي مؤسسو او د زدکړیالانوو د اړتیا پر بنسټ په لاندې وختونو کې تنظیمیږي:

۱.۵ ۸:۰۰ - ۱۲:۰۰ له غرمې مخکې (د ورځې لومړی نیمایي)

۲.۵ ۱:۰۰ - ۴:۰۰ مازدیګر (د ورځې دویمه نیمایي)

۶. په یو وخت کې د زدکړیالانو د منلو شمېر

د افغانستان بانک زدکړیالانو ته د مناسبې روزنیزې زمینې د برابرولو او د دې بانک د کارکوونکو ورځنیو چارو په ترسره کولو کې له سکتګي څخه د مخنیوی په موخه په لاندې ډول زدکړیالان مني:

۱.۶ د داخلي پوهنتونونو او تعلمیي او تحصلي مؤسسو څخه تر ډیره حده پورې په کال کې ۸۰ زدکړیالان

۲.۶ د بهرنیو پوهنتونونو او تعلمیي او تحصلي مؤسسو څخه تر ډیره حده پورې په کال کې ۲۰ زدکړیالان

۳.۶ د داخلي پوهنتونونو او تعلمیي او تحصلي مؤسسو څخه تر زیاته کچه پورې په ربعه کې ۲۰ زدکړیالان

۴.۶ په یوه ربعه کې له بهرنیو زدکړیالانو څخه حداکثر پورې ۵ زدکړیالان

۷. تحصیلي څانګه

د افغانستان بانک د افغانستان د مرکزي بانک په توګه له بانکي قانون سره سم څانګړي دندې او مکلفیتونه لري نو له همدې کبله هغه زدکړیالانو ته چې په اختصاصي څانګو لکه اقتصاد، بشري منابع، مالي محاسبه او نورو اړوندو څانګو کې یې زدکړې کړي او د پرکتیکې دورې لپاره د علمي او مسلکي مؤسسو لخوا د افغانستان بانک ته پيژندل کیږي، ورته د روزنیزې دورې د بشپړولو زمینه برابروي. خو هغه زدکړیالان چې  د افغانستان بانک د دندو، موخو او مسولیتونو په خلاف یې خپلې زدکړې ترسره کړي وي نه منل کیږي.

۸.  په زونونو کې د زدکړیالان منل

د افغانستان بانک په اووه واړه زون کې د پوهنتونونو زدکړیالانو ته روزنیزې دورې نه جوړوي.