د پولي سیاست طرح او پریکړې
د افغانستان بانک بشپړ مسؤولیت او واک لري چې د پولي سیاست اړوند پریکړې په افغانسان کې ترسره کړي. د افغانستان بانک د قانون د ۱.۲ مادې پر بنسټ: "د افغانستان بانک لومړنی موخه باید د کورنیو پیسو د ټیکاو تأمینول او ساتل وي". په همدې ترتیب، د دې قانون د دویمې مادې له مخې، د افغانستان بانک له بنسټیزو دندو څخه یو هم د هېواد د پولي سیاست طرح، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول دي.
د دې قانون د موادو پر بنسټ، د افغانستان بانک، په هېواد کې د پولي سیاست د طرح او تر لاس لاندې نیولو مسؤولیت په غاړه لري. په همدې موخه، د پولي سیاست کمېټه جوړه شوې او د افغانستان بانک د لوی رئیس په مشرۍ اداره کیږي. د لوی رئیس لومړی مرسیتال د رئیس د مرستیال په توګه، د عالي شورا غړي د غړو په توګه او د پولي سیاست لوی آمر د دې کمېټې د سکرتر په توګه دندې ترسره کوي. د پولي سیاست کمېټه د پولي سیاست، د بازار عملیات او د مالي چارو د څارنې له آمریتونو سره نږدې کار کوي.
د پولي سیاست د کمېټې مسؤولیتونه
د پولي سیاست کمېټه په بنسټیزه توګه د پولي سیاست د دریځ د ټاکلو مسؤولیت په غاړه لري چې په کال کې څلور ځله غونډې جوړوي. د پولي سیاست کمېټه د هېواد اقتصادي بدلونونه او پرمختګونه له نږدې او په بشپړې ځیرنې سره څاري او همدا ډول نړیوال اقتصادي وضعیت هم تر پام لاندې لري او د پولي زېرمو، په ګردښت کې د پیسو او خالصه نړیواله زېرمو لپاره موخې ټاکي.
د پولي سیاست د کمېټې دندې
۱- د افغانستان بانک د پولي سیاست د ټولیزې اډانې ټاکل
۲- د افغانستان بانک د پولي سیاست د عملیاتي موخو ټاکل
۳- د پولي سیاست د وروستیو، منځنیو او عملیاتي موخو په برخه کې د کلني مقداري اهدافو تصویبول
۴- د افغانستان بانک د قانون له حکمونو سره سم د افغانستان د اسعاري رژیم ټاکل او تنظیمول
۵- د افغانستان بانک د اسعاري سیاستونو پلي کول
۶- د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو په تړاو د کلني مقداري اهدافو تصویبول
۷- د افغانستان بانک د پولي سیاست د ابزارونو د کارونې د ډولونو او محدودې تصویبول
۸- د افغانستان بانک د اسعاري سیاست له ابزارونو څخه د ګټې اخیستنې د ډولونو او محدودې تصویبول
۹- د امانتونو او شپنیو پورونو د اسانتیاوو د دوام، بندښت او ځنډ په اړه تصمیم نیول
۱۰- له اړوندې لایحې/مقررې سره سم د ټکټانې د نرخ او د شپنیو امانتونو او پورونو د آسانتیاوو د مقدار ټاکل
۱۱- د سوداګریزو بانکونو د الزامي زېرمو د رژیم او اډانې ټاکل
۱۲- د الزامي زېرمو د نسبت ټاکل
۱۳- د الزامي زېرمو لپاره د ټکټانې د ورکړې په اړه تصمیم نېول
۱۴- د هېواد د پولي او اسعاري سیاستونو پر تطبیق او اجراء څارنه
د پولي سیاست د کمېټې ناستې:
د پولي سیاست د کمېټې غونډې په کال کې څلور ځلې په رابعواره توګه جوړیږي. عالي شورا د خپلو درې میاشتنیو ناستو په اوږدو کې یوه غونډه د پولي سیاست د مسائلو په اړه ترسره کوي او د هغه منظوري د عالي شورا تر منظوریو پورې د اعتبار وړ دي. د پولي سیاست د کمېټې د هرې غونډې په پای کې، د دې کمېټې رئیس یو خبري کنفرانس جوړوي څو د هغو پریکړو په اړه چې د پولي سیاست او لوی اقتصاد د وضعیت په وروستیو مسائلو باندې په ډله ایزه توګه تر لاس لاندې نیول شي، بحث او خبرې اترې وکړي.