د افغانستان بانک تاریخچه

د افغانستان بانک، د وزیرانو شورا د ۱۳۱۸/۲/۳ نېټې د ۱۵۲ ګڼې تصویب، د ملی شورا د ۱۳۱۸/۶/۱۹ نېټې د ۱۱ ګڼې تصویب، د اعیانو مجلس د ۱۳۱۸/۶/۱۲ نېټې تصویب او د ۱۳۱۸/۱۱/۱۷ نېټې د ۵۲۸۰/۱۳۱۷ د شاهانه حضور د منظورۍ پر بنسټ د (۱۲۰۰۰۰۰۰۰) یو سلو شل میلیونو افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودلو سره د هېواد په پلازمینه کابل ښار کې پرانیستل شو چې د هېواد دننه او بهر یې له لازمو واکونو او دندو سره کولای شول خپلې نمایندګۍ او څانګې (فروعات) تأسیس او سکتوري بانکونه انتخاب کړي. د افغانستان د بانکوالۍ نظام د افغان ملي بانک له پرانیستلو سره سم په ۱۳۱۲ ه ل کال کې په کار پیل وکړ او د افغانستان بانک له پرانیستل کېدو مخکې د دولتي بانکوالۍ چارې د افغان ملي بانک پرمخ وړلې. د افغانستان بانک له پرانیستل کېدو وروسته د افغانیو د چاپ او خپرولو په ګډون د دولتي بانکوالۍ دندې دې بانک ته وسپارل شوې. د افغانستان بانک د دولت د بانکوال او د سوداګریز بانک په توګه وکولای شول چې هم د افغانیو د چاپ او خپرېدو په برخه کې ستر او د پام وړ بدلونونه رامنځته او هم د بانکي نظام د ښه والي په برخه کې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کړي. د افغانستان بانک فعالیت کولای شو په دوو پړاونو وویشو: په لومړي پړاو کې چې له ۱۳۱۸ کال څخه تر ۱۳۸۰ کال پورې رانغاړي؛ د افغانستان بانک د بازار له غوښتنې (تقاضا) سره سم د پیسو په چاپ، ضرب او خپرولو، د پیسو د ارزښت په ساتلو او د دولتي بانکوالۍ په چارو بوخت ؤ چې د دې دندو ترڅنګ یې د افغانستان د نورو سوداګریزو بانکونو په شان سوداګریزې چارې هم ترسره کولې چې کولای شو د سپما، جاري، موده ایزو حسابونو له پرانیستلو، د پانګوونو د پیاوړتیا په موخه د پورونو له اجراء کولو او په سوداګریزو برخو کې د نورو پورونو له اجراء کولو څخه یادونه وکړو. دویم پړاو یې د افغانستان د اساسي قانون له تصویبېدو څخه وروسته له ۱۳۸۱ کال څخه پیلیږي چې په هغه کې د افغانستان بانک د دې قانون د ۱۲ مادې پر بنسټ د یو خپلواک بانک په توګه ثبت او د وسپارل شویو واکونو پر بنسټ یې په بیلابیلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې. د افغانستان بانک د نويو بانکي او مالي قوانینو پر بنسټ، ټولې سوداګریزې چارې دولتي او خصوصي بانکونو ته وسپارلې او د فعالیت د جواز ورکولو او د بانکي او مالي مؤسسو د څارنې مسئولیت یې پر غاړه واخیست. د افغانستان بانک د قانون پر بنسټ، د بیو ثبات د افغانستان بانک لومړنۍ او بنسټیزه موخه ده او په همدې موخه د پولي سیاستونو، اسعاري سیاست او اسعاري ترتیباتو طرحه کول، پلي کول او تر لاس لاندې نیول، د بانکنوټونو او مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول د مرکزي بانک دندې وټاکل شوې. د دې ترڅنګ له قانون سره سم د دولت د بانکوال او مالي استازي په توګه د فعالیت ترڅنګ؛ بانکونو، صرافانو، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او د بیه لرونکو پاڼو وړاندې کوونکو ته د جواز د صادرېدو او ثبتولو د بنسټ په توګه او د اداینو د خوندي او سالم سیستم په برخه کې فعالیت کوي.

د افغانستان بانک رییسان:

11

 

22

 

33

 

44

 

5

 

6

 

7

 

8

 

9

 

10

 

عبدالحی عزیزی

 

13

 

     
Zaboly