د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، ښاغلي نور احمد آغا چین د افغانستان یو ښه او مهم ګاونډی یاد کړ او په اقتصادي برخو کې یې د دغه هېواد له همکاریو مننه وکړه. نوموړي وویل، چې د افغانستان بانک په تېرو نږدې څلورو کلونو کې توانېدلی چې له ګڼو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره مؤثرې اړیکې رامنځته کړي، او ژمن دی چې دا اړیکې لا پسې پیاوړې او پراخې کړي.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې د افغانستان بانک هڅه کوي، ترڅو د مالي او بانکي سکتور په برخه کې تخنیکي همکارۍ زیاتې کړي، د پانګونې لپاره لا ډېر مناسب او خوندي چاپيریال برابر کړي، سوداګري آسانه کړي، د ظرفیت لوړونې او نورو اړوندو برخو کې عملي اقدامات تر سره کړي.

د ښاغلي نور احمد آغا په خبره دا ټولې هلې ځلې د دې لپاره تر سره کېږي چې په کور د ننه د پانګونې لپاره لا ډېره زمینه برابره شي، سوداګرو ته اړېنې آسانتیاوې برابرې شي، غوره مالي او بانکي خدمتونه وړاندې شي او د هېواد ټولو برخو ته دا خدمتونه ورسول شي.

باید وویل شي چې په دې لیدنه کې د چین هېواد سفیر ښاغلي جاو شینګ هم له خپله اړخه د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې چین غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د همکاریو پر بنسټ لا پسې پراخې شي.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد هم ګډون درلود او د اړوندو تخنیکي موضوعاتو په اړه یې د غونډې له ګډونوالو سره بحث او خبرې وکړې.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر