د افغانستان نړیوال بانک کارکوونکو لپاره د مشتریانو د حقونو په هکله روزنیز پروګرام جوړ شو

Mpoya
Thu, Dec 28 2023 11:01 AM
د افغانستان نړیوال بانک کارکوونکو لپاره د مشتریانو د حقونو په هکله روزنیز پروګرام جوړ شو

۱۴۴۵ د جمادی الثانی ۱۳ – د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت په هڅو د افغانستان نړیوال بانک کارکوونکو او د نمایندګیو مدیرانو لپاره د پیرودونکو د حقونو په هکله روزنیز پروګرام جوړ شو. په دې پروګرام کې، چې په یاد بانک کې ترسره شو، د مشتریانو د حقونو په بیلابیلو اړخونو لکه د پیرودونکو د حقونو اصول، د مشتریانو د مالي حقونو تأمینولو په اړه غوره بین المللې تګلارو، د پیرودونکو شکایاتو ته د رسیدنې او د هغوی د ستونز حلولو د څرنګوالي او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشوې او ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شول.

همداراز، پر بانکي سکتور د خلکو د باور زیاتولو په برخه کې د مشتریانو د حقونو تأمینولو پر رول او له دې لارې مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسي ډیرولو په هکله هم ګډونوالوسره مفصل معلومات شریک شول او پر دې موضوع ټینګار وشو چې د یاد بانک کارکوونکي د پیرودونکو د حقونو اړوند مسائلو ته جدي پاملرنه وکړي او خپلو مشتریانو او د بانک د خدمتونو احتمالي کاروونکو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د مشتریانو د حقونو تأمینولو او پر بانکي سکتور د خلکو باور زیاتولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅو دریغ نه دی کړی او د افغانستان بانک د پلانونو پر بنسټ به دا ډول پروګرامونه په نورو ادارو کې هم ترسره شي.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS