د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا شرکت ته د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او دا ډول فعالیتونه غیر قانوني دي.

د افغانستان بانک له درنو هیوادوالو غواړي چې د دې ډول معاملاتو د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسؤلیتونو په پام کې نیولو سره له آنلاین صرافیو سره د معاملاتو له تر سره کولو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې دا موضوع له کشفي او امنیتي ادارو سره هم شریکه شوې ده، هغه کسان چې په دې ډول معاملاتو کې ښکېل وي نیول کېږي او قانوني چلند ورسره کېږي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته