د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په اتلسم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هیواد ته ولاړ

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۱۷
د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په اتلسم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هیواد ته ولاړ

۱۴۴۵ د جمادي الاول ۱۴مه -  د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې (AAOIFI)  او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هیواد ته په یو رسمي سفر ولاړ. د دې کنفرانس موخه د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د غړو هېوادونو له لوري د نوو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.

په دې کنفرانس کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره، د اسلامي مالي مؤسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ اعضاء ګډون کوي. په کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري، د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلی صدیق الله خالد او د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلی محمد یوسف سلیم د ګډون او د نظرونو شریکولو په موخه بحرین هیواد ته ولاړل.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې د روان میلادي کال د می د میاشتې په ۷ نېټه د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان بانک او د یادې ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو. د دې هوکړه ليک موخه د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د اړوندو چارو تمويل، د کاري وړتیاوو لوړول او د ښوونيزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري رامنځته کول وو.

د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکاریو په موخه په بحرین کې جوړه شوې ده او دا مهال تر سلو زیات غړي لري.

د دې ادارې لید لوری د اسلامي مالي بازارونو د عملیاتو لارښوونه، د شریعت د اصولو او قواعدو پر بنسټ مالي راپور ورکوَنه او په اسلامي مالي بازارونو کې د داسې معیارونو برابرول دي چې د صنعت ودې ته لاره هواروي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۴۶
Background image

د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې د رئیس سره ولیدل

 ۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۳ مه  -د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس، ښاغلي جف ګریکو، سره وکتل.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

بېرته خبرونه ته