ښاغلی صدیق الله خالد د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه معرفي شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۳:۱۴
ښاغلی صدیق الله خالد د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه معرفي شو

۱۴۴۶ محرم الحرام ۲۵ مه – ښاغلی صدیق الله خالد د افغانستان بانک په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام په منظورۍ د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو، نوموړي له دې وړاندې د افغانستان بانک د ریاست مقام د دفتر د لوی آمر په توګه دنده تر سره کوله.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په اقتصادي ډګر کې د افغانستان بانک یو له مهمو ادارو څخه یاد کړ او د دې برخې مدیریت یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې ارزښتناک وبللو.

ښاغلي نور احمد آغا په تېرو درېیو کلونو کې د ښاغلي صدیق الله خالد د کارونو ستاینه وکړه، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه یې د نوموړي ټاکنه پر ځای وبلله او په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام او د افغانستان بانک د ریاست مقام له باور مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ورته سپارل شوی مسئولیت به په ښه ډول تر سره کړای شي. نوموړي وویل د افغانستان بانک په تېرو درېیو کلونو کې په ښه ډول سره وکولای شول چې چارې مدیریت کړي او په ډیری برخو کې پرمختګونه ولري.

د ښاغلي خالد په وینا د پولي سیاستونو غوره تطبیق، د انفلاسیون د نرخ کنترول، د بانکي سکتور مدیریت، د غیر بانکي مالي مؤسساتو د چارو میکانیزه کول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د اداینیزو او معلوماتي تکنالوژۍ د سیستمونو وده، د قوانینو تعدیل، د حقوقي چوکاټونو رامنځته کول، د بریښنایي بانکوالۍ او مالي خدمتونو پراختیا هغه برخې دي چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان بانک په کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل د افغانستان بانک له سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا او نورو همکارانو سره په ګډه به د افغانستان بانک د لومړنۍ موخې د تر لاسه کولو لپاره چې د کورنیو بیو ټیکاو/ ثبات دی کار کوي او په دې وسیله به د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په تېرو درېیو کلونو کې له نړیوالو شریکانو، بانکي او غیر بانکي بنسټونو، ذینفعانو، رسنیو، حکومت او عامو خلکو سره ښې اړیکې پاللې دي او ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو، مسافرو او درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې افغانستان ته د سیمه‌ییزو هېوادونو د اسعارو راوړل منع دي.

درنو هېوادوالو!

هر هېواد خپل ملي پولي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۴۶
Background image

د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې د رئیس سره ولیدل

 ۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۳ مه  -د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس، ښاغلي جف ګریکو، سره وکتل.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او. . .

بېرته خبرونه ته